دیني، سیرت او تاریخ

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت (۲)

لیکوال: حامد افغان

کله چې ته خپل ښار بصرې ته ننوځې خلک دي هرکلی وکړي لیدنې ته دي راشي او ستا حق ادا کړي نو له هرچا سره د هغه د منزلې او رتبې په اندازه چلند غوره کړه، د عزتمنو یې عزت وکړه، د علماو درناوی او احترام وکړه، د سپینږیرو درنښت وکړه، له کشرانو سره نرمي غوره کړه، عامو خلکو ته ځان ورنږدې کړه، له بیلارې خلکو سره ګذاره کوه او له ښو خلکو سره ملګرتیا وکړه، د پاچا سپکاوی مکوه او د هیچا سپکاوی مکوه، خپله میړانه مه سپموه او خپل راز هیچا ته مه وایه، تر څو دې یو څوک ازمویلی نه وي باور مه پریکوه سپک او ټیټ انسان رښتینی مه بوله، کوښښ کوه دا سي ونه اوسې چې د خلکو تر نیوکو لاندي راشې، او له ناپوهانو سره له ګډون او ناستې پاستې ځان وژغوره، د چا دعوت مه قبلوه او مه یې ډالۍ منه.

د امام رحمه الله د نصیحت دا برخه د هر چا له پاره ګټوره ده په ځانګړې توګه د عالمانو له پاره لازیاته ګټوره ده عالمان د انسانانو له هرډول خلکو سره مخامخ کیږي او له هغو سره یې اړیکو ته اړتیا پیدا کیږي نو په کار ده چې د هرې رتبې خلکو ته خپل حیثیت او مقام ورکړل شي، د عدل او حکمت غوښتنه هم داده چې باید له هرچا سره د هغه د مقام په اندازه چلند غوره کړل شي په یوه روایت کې راغلي دي عائشې رضي الله عنها ته یو سوالګر راغی هغې یوه ټوټه ډوډۍ ورکړه او ولاړ وروسته یو بل کس راغی چې له ظاهري شکل نه یې درنښت معلومیدی هغه یې کښېناوه او ډوډۍ یې پرې وخوړله، یو چا د دې توپیر پوښتنه ورنه وکړه دې ورته وویل: رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي: له خلکو سره د هغوی له مقام سره سم چلند کوئ، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (أنزلوا الناس منازلهم) رواه أبو داود في سننه.

په یوه بل روایت کې راغلي دي چې د مکې د فتحي په مهال ابوبکر رضي الله عنه خپل پلار ابوقحافه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوست رسول الله ورته وویل: داسپینږیری مو ولي دلته راوست خو زه به کورته ورغلی وم، ابوبکر ورته وویل: یارسول الله تاته باید څوک راوستل شي، بیا یې رسول الله په سینه لاس ورکېښود او ورته ویې ویل: اسلام ومنه په امن به شې، او هغه اسلام ومانه. الاصابه لابن حجر. دا کیسه موږ ته راښيې چې هر چاته باید د هغه مناسب مقام ورکړل شي، داراز په فقه کې د تعزیر په باب کې راغلي دي چې د شریف او درانه انسان له پاره د قاضي له خوا سختې او ترخې خبرې د تعزیر په معنا دي په داسي حال کې چې د عادي کس له پاره تعزیر ډبول دي.

په نصیجت کې امام رحمه الله خپل شاګرد ته وایې: عامو خلکو ته ځان ورنږدې کړه، دا خبره په ځانګړې توګه زموږ د علماو له پاره ډیره مهمه ده داراز زموږ ټولو پوهانو او مثقفینو ته لازمه ده چې له عامو خلکو فاصله ونه نیسي باید خلکو ته ور نږدې شي او له هغوی سره د تکلیف ټول دیوالونه ونړوي، زموږ ځیني علماء د عالم د احترام او د خپل وقار ساتلو په پلمه له خلکو ګوښه ګرځي ، عالم په ټولنه کې د روحاني پلار حیثیت لري د نر،ښځې، واړه اوزاړه ټولو اړتیا یې ورته او د ژوند په مختلفو برخو کې له هغه نه پوښتنو او مشورو ته اړتیا لري او که عالم په هر ډول پلمه له خلکو فاصله ونیسي خپله دیني او ټولنیزه دنده سمه نشي تر سره کولی او د خلکو حقوق هم نشي تر سره کولی، متاسفانه زموږ په ټولنه کې ځیني پوهانو ځیني تکلفات پخپله ایجاد کړي دي او ځینو ته د ټولني د رواجونو او قیودو لامله اړ شوي دي او په پایله کې یې ستونزې رامنځته کړې دي او دا به هلته حل کړای شو چې عالم خلکو ته ځان ورنږدې کړي او د ټولنې هر ډول خلک له هغه سره په اړیکه او راشه درشه کې کوم خنډ ونه ویني.

په نصیحت کې دا هم راغلي دي: او له ناپوهانو سره له ګډون او ناستې پاستې ځان وژغوره، د چا دعوت مه قبلوه او مه یې ډالۍ منه. له ناپوه او بیلاري انسان سره د ضرورت په اندازه اړیکه په کار ده له هغه سره ډیر نږدې کیدل او ملګرتیا تاواني ده ځکه په دې صورت کې کیدی شي انسان په بدو ملګرو واوړي او بد ملګري په دیني او ټولنیز دواړو لحاظونو انسان ته تاوان رسوي په ځانګړې توګه د عالم له پآره بد ملګری د هغه ټول حیثیت له منځه وړي او خلک یې په علم، پوهه او دین باندي شکمن کیږي. امام الشافعي رحمه الله وایې له خلکو خلاصی نشته باید له هرچا سره ډیره راشه درشه ونه شي ځکه ویره لیدل کیږي چې په بدو ملګرو به واوړې او که له هیچا سره هم نه کښېنې نو خلک دې دښمنان کیږي بناء باید له خلکو سره په اړیکو کې له اعتدال نه کار واخیستل شي. مخکي مو چې خلکو ته د نږدې کیدلو خبره وکړه د هغې هم مطلب داو چې له خلکو سره باید په معتدله او درمیانه توګه اړیکې ونیول شي.

په نصیحت کې راغلي چې د جا دعوت او ډالۍ مه منه مطلب یې دا کیدی شي چې د ناپوهانو دعوت او ډالۍ باید ونه منل شي، ځکه په هغه سره دا لوړ مشکلات رامنځته کیږي او دا مطلب هم مراد کولی شو چې په عامه توګه باید دعوت او ډالۍ ونه منل شي که څه هم دعوت او ډالۍ منل روا او جایز کار ده خو عالم باید مستغني واوسي او طماع نه وي، هسي هم ځیني خلک فکر کوي چې علماء پر ټولنه بوج دي نو باید علماء د خلکو په دعوت منلو کې محتاط واسي، په کار نده چې هرځای میلمستیا وي، خیرات او توی وي باید ملا صاحب خامخا شتون په کي ولري ډیر خلک داسي دي چې دستارخان ته به یې لا کښېنستی هم نه وې دی به بیا د احسان او ښېګڼې نغوتې او اشارې درته پیل کړي او کله چې یې ډوډۍ وخوورې ډیره موده وروسته هم آن د خلکو په منځ کې خپله زړه میلمستیا رایادوي او له تانه به غواړي چې باید صفت یې جاري ولرې، نو په داسي حالت کې د دعوت په موضوع کې باید عالم ډیر محتاط واوسي، عالم ته په کار ده چې د ډیرو دعوتونو له منلو ډډه وکړي او هیڅکله طماع ونه اوسي، داراز د خلکو ډالیو او تحفو ته هم ډیره توجه نده په کار په هرصورت عالم باید مستغي او د دنیا له زرق او برق نه بې پروا واوسي داراز د دنیادارو او شتمنو د احسان له بوجه باید هیڅکله ځان لاندي نکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x