افغانستان

عبدالسلام حنفي: د ګامبیا را روانه غونډه زموږ لپاره فرصت دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غوایي ۱۴۰۳ ل) د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستيال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت او مل پلاوو سره لیدلي. په یاده لیدنه کې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي افغانستان ته د یادو استازو هر کلی کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو له سازمان سره د اړیکو د ټینګښت لپاره ژمن دی. ښاغلي حنفي د اسلامي امارت د بیا واکمنیدو او پرمختګونو په اړه هم یادو استازو ته تفصیلي خبرې کړي او له دوی یې غوښتي چې د افغانستان واقعیتونه ددې سازمان له لارې نړۍ ته ورسوي، تر څو د اسلامي امارت په اړه نړۍ سالم واقعیتونه درک کړي. همدا راز ښاغلي حنفي ټینګار کړی چې په ګامبیا د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته دې د اسلامي امارت استازي ور وبلل شي تر څو اسلامي امارت خپل غږ نورو ته ورسوي او په غونډه کې د ګډونوالو نیکې مشورې هم واوري. دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان استازو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم لیدلي او له نوموړي متقي سره یې په هېواد کې د وينې تويېدو د مخنیوي، د امنيت ټينګښت، د داعش ډلې د له مينځه وړلو، روغتيا، ښوونې او روزنې، سوداګرۍ او نورو برخو کې د مېرمنو فعالې ونډې او د ښځو حقونو د تامين په اړه یې خبرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx