افغانستان

صنعت او تجارت وزارت: د وچې مېوې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غوایي ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي په تېر ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی. یاد وزارت وایي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې او هوایي دهلیزونو له لارې بهر ته صادرات نور هم مخ پر وده دي. دا وزارت زیاتوي ” تېر کال د ۴۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه هند، چین، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیې ته صادره شوې وه”. په ورته مهال یادو هېوادونو او امریکا، انګلیستان او اسټرالیا ته هم ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تور جلغوزي صادر شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx