افغانستان

د پنجشېر امنیه قومندانۍ ځایي خلکو ته له موټرونو د ځینو نظامي نښو د لرې کولو امر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غوایي ۱۴۰۳): د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم سره سم د پنجشېر امنیه قومندانۍ ځایي خلکو او موټر چلوونکو ته ویلي چې د خپلو موټرونو د هارنونو، سیګنالونو، تورو ښیښو او نورو دولتي نښو له لګولو ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د تورو ښيښو او لېزري روښنایېو د لرې کولو امر کړی و، خو تر دمه کوم اقدام نه و شوی. په ورته مهال د پنجشېر ځایي خلکو ته ویل شوي چې ددې حکم د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx