افغانستان

د ټرافیکو عمومي ریاست د هېواد په لویو لارو کې معیاري ټرافیکي نښانونه نصبوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غوایي ۱۴۰۳): د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولین وایي، ټاکل شوې ده چې په ۱۴۰۳ کال کې د نوي بريښنایي ټرافیکي نښانونو په نصبولو سره به په هېواد کې د ټرافیکي پېښو د ټکر مخنیوی وشي. ټرافيکو د عمومي رياست د پلان او پاليسۍ مدیر عبدالودود په وينا “په دې طرحه کې د هېواد په مهمو لويو لارو کې د موټرونو د لارښوونې او کنټرول د مرکزونو جوړول، د برېښنايي ټرافيکي نښو نصبول او د چټکتیا د تنظيمولو د دستګاوو يا د سرعت سنجوونکو الو نصبول شامل دي”. ویل کېږي یاد ټرافیکي نښانونه به د هېواد په لویو لارو کابل – تورخم، کابل – هرات، کابل – فارياب، کابل – ګرديز، او کابل – بدخشان لارو کې ولګول شي چې په کوچنۍ غلطۍ سره به د انلاین سسیتم د خبرولو له لارې جریمه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx