افغانستان

الهام محمدوف: اذربایجان له افغانستان سره نږدې اړیکې لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غوایي ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ددې وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر الهام محمدوف سره کتلي. نوموړی وایي، په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی. نوموړی ویاند زیاتوي چې د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر الهام محمدوف په دې لیدنه کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې وخت په وخت به اذربایجان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله دوامداره همکاري و نه سمپوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx