شعـــــرونه

غزل-حنیف حیران

حنیف حیران

والوزي بې پامه نظر واړوم

څنګه به له بامه نظر واړوم؟

 

مينه ابتداء د سرشيندنې ده

څهٔ به له انجامه نظر واړوم؟

 

ستا د پېغلتوب ستر دې مات نشي

زهٔ به ترې بدنامه نظر واړوم

 

ړوند مې خپل نصيب شي د ديدن پر وخت

ډېر له احترامه نظر واړوم

 

يو شفق غرور يې په تندي کې دی

څنګه له ماښامه نظر واړوم؟

 

نه دي اوس راپاتې کابلۍ سترګې

کوم خوا له باګرامه نظر واړوم؟

 

خوب وينم حيرانه مخامخ راشي

زهٔ ترې په ارامه نظر واړوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx