افغانستان

كندهار کې ۲۵۰ کلن نړول شوی تاریخي جومات بېرته رغول کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۳ل): کندهار ولایت کې د سوداګریز مارکېټ لپاره د ملا شال ۲۵۰ کلن نړول شوی تاریخي جومات بیا رغول کیږي.

دغه جومات د ستر امپراتور احمدشاه بابا د وخت دی چې څه موده مخکې په پټه د سیمې یو اوسېدونکي نجیب الله سروري لخوا د سوداګریز مارکېټ د جوړیدو په موخه ونړول شو.

د ملا شال لرغونی جومات د کندهار ښار په یوه څنډه کې د سدوزو په کوڅه کې موقعیت لري.

د کندهار ولایت ښاروال محمد عمر عمر ویلي چې دغه جومات د ښاروالۍ له اجازې پرته د شپې په پټه نړول شوی.

عمر زیاتوي چې که څه هم لرغونی ځایونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړه لري خو دوی په دې برخې کې اقدام کړی دی.

نوموړي د جومات په نړیدلو کې لاس لرل رد کړي او دا یې د پولیسو بېغوري ښودلې.

د کندهار ښاروال وايي چې دوی به له هغو کسانو چې ددغه جومات په نړولو کې يې لاس درلودلو، ددغې کړنې تاوان واخلي.

دی زیاتوي چې دوی کوښښ کوي چې دغه جومات په همغه پخوانۍ کلاسیکه بڼه بېرته ورغوي.

ویل کیږي چې په دغه ځای کې د احمدشاه بابا د قاضي ملاشاه کور او یو جومات و.

دغه تاریخي کورونه او جومات چې څه باندې ۲۵۰ کلن تاریخ یې درلود او د بخاری سبک یوه بېلګه وه، چې په دې وروستیو کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو په موخه وران شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x