نظــر

د ثالث عمر رحمه الله د يوولسم تلين په مناسبت د شيخ عبدالباقي حقاني ليکنه

الحاج شیخ عبدالباقي حقاني
د ازموینو ملي ادارې سرپرست

نن د ا.ا بنسټګر او اسلامي امت ستر داعي (ثالث عمر)رحمه الله د یوولسم تلين او د نوموړي د کارنامو د ستایلو موقع ده!
یوولس کاله کېږي، چې اسلامي امت بالخصوص افغانان د یو داسې چا له درانه سیوري څخه محروم شوي، چې د تقوا، ديانت او شجاعت غږ یې ټولې نړۍ احساساوه.
هغه ستر رهبر رحمه الله، چې د اسلامي امت د تېر برم او دبدبې د ساتلو په پار، په تش لاس او قوي ارادې را پاڅېد، خپل ځان، کورنۍ او ټول هېواد یې د اسلامي نظام د استحکام او ساتنې په موخه، په سختو کړاوونو او مشقتونو کې واچول، خو د اسلامي احکامو د تطبیق څخه يوه زره هومره هم تېر نه شو.
دغه عظيم شخصيت ټول افغانان د وحدت په يوه ټغر راټول کړل او د قومي او ژبني تعصب ریښې یې له بېخه وویستې.
لوی مــلا صاحب رحمه الله یوازې افغانانو ته نه، بلکې ټولې نړۍ ته داسې څه پرېښودل، چې مسلمانانو او اسلامپالو ته د استقامت، صبر او شجاعت درس ورکوي او کفري نړۍ ته يې د دوی د ماتې، ذلالت، ناکامۍ او عبرت درسونه ورکړل.
موږ ټول د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله د ستر احسان پوروړي یو، چې د فتنو په دور کې یې د یو سپيڅلي اسلامي نظام د بنياد ډبره کېښوده، افغانانو ته یې د ظلم څخه نجات او تر څنګ یې د افغانانو راتلونکی تاریخ ښکلی کړ.
د غه مشفق مشر په خپل عظيم شفقت سره خپلو راتلونکو نسلونه ته د هلاکت له کندې څخه د ژغورلو لپاره، د امان ساحل پيدا کړ.
د نوموړي اخلاص اوقربانۍ وې، چې مهربان مولا ته منظورې وې او دوهم ځل لپاره افغانانو ته د اسلامي نظام د سیوري لاندې د ژوند کولو موقع برابره شوه، هرطرف ته ولس د امن او خوشحالۍ احساس کوي او د ټولو هغو بدبختیو او ستونزو ټغر ټول شوی، چې افغانان په تېرو شلو کالونو کې ورسره مخ ول.
د دغه ستر او بې جوړې رهبر ټولې ستړياوې دې رب تعالی جل جلاله په خپل ربار کې قبولې او منظورې وګرځوي، روح یې ښاد او ياد یې تل د تاريخ په پاڼو کې تازه اوسه!

الحاج شیخ عبدالباقي حقاني
د ازموینو ملي ادارې سرپرست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx