نظــر

حقانیان؛ او د هېواد په مثبتو تحولونو کې د هغوی بشپړونکی حضور!

استاد زمان مزمل

یوه پنځوس کلنه سپېڅلې دوستي:

۱۳۵۶هــ ش کال وه چې د یؤ سفر په لړ کې مې پلار مولوي جلال الدین حقاني صاحب په یوه مهمه سیاسي جلسه کې ولید.
څنګه چې د مایوسۍ پړاو وه د جناب مولوي جلال الدین حقاني صاحب او د مولوي جمیل الرحمن صاحب حضور په نهضت کې زه یې د شته مایوسیو څخه راپورته کړم او له هماغه زمانې یې پېژنم او ددې لارې ملګرتوب مو له هماغه پیل د لیدو پیل شو.
هغه مهال داسې ورځې وې چې د اسلامي تحریک مجاهدینو دوه برخې کار په افغاني باشعوره دیوبندي مشرانو باندې روان وه.
د تحریک په پیل کې د پاکستان د رسم په خلاف په افغانستان کې دیوبندي او اخواني سوچ په یؤ ښه تصادف کې او د دیوبندي مشرانو د نه تعصب او ښې روادارۍ له مخې د پیوندېدو چانس پیدا کړ.
د افغانستان مشر پیر ابراهیم جان مجددي صاحب تکرار هڅې وکړې چې د دموکراسۍ د مهال اسلامي خوځښت په یؤ چینل کې متحد روان کړي.
که مې رښتیا پوښتې دا پکې ځوانان وه چې ددغه روشن ضمیر پیر هڅو ته یې هغسې چې مناسبه وه مخه ورنکړه.
تر کومه چې ما د ضیاءالمشایخ خبرې په قلعه جواد کې د دوی په جومات کې تکرار واورېدې او د پاتې تقلیدي مُلایانو په نسبت یې د دنیا او خپله د افغانستان له سیاسي وضعیت څخه فهم په اوچته اندازه کې وه چې د ننني پاکستاني او افغاني علماوو سره یې درک او سویې ډېر تفاوت درلود.
همدې تفاوت هغه ته د اسلام د ننګې پر کرښه راپورته شوي ځوانان خپل ملاتړي ښکارېدل بلکې که رښتیا ووایم په مصر کې د اخواني نهضت نه تر ټولو زیات متأثر او اګاه د همدې کورنۍ غړي ول.
په مصر کې د هغه د تره زوی سفیر او بیا هارون مجددي او فضل غني مجددي له دې نهضت نه تر ټولو سابقه دار، متأثر او متعهد افغانان وه.
ولې بیاهم په افغاني دیوبندیانو کې هغه چې د خبرې ،دریځ او د مقبولیت له مخې مخکښان وو زیاتره یې په همدغه پیوند نهضت کې روان شول.
په دې اړه مناسبه ګڼم چې د جناب مولوي خالص بابا، مولوي فضل الحق صاحب او د شمالي مرجع عالم خان مولوي صاحب نومونه واخلم.
بیاهم د افغاني دیوبندیانو د اعتدال او لرې لید له مخې په ۱۳۵۶هـــ ش کال کې حضرت ابراهیم مجددي رحمه الله دوه مخکښ ملګري مولوي نصرالله منصور صاحب او مولوي رحیم الله صاحب د اسلامي نهضت مشرتابه ته د ملګرۍ له پاره یوې داسې توصیې سره ولېږل:
ورونو ورشی په جوړ صف کې تاسې ددې اخواني مسلمانو مشرانو شاته ودرېږئ.
او دا پکې ددغه پیر وروستۍ توصیه وه:
زه راتلونکي خطرناکه وینم؛ بلکې راتلونکی نژدې وخت موږ د سرخوږو تحولاتو سره مخامخ کېدونکي یو چې صف یؤ کول ورته زموږ لومړنۍ فریضه ده.
که څه هم هغه مهال په دې رابطه قوي قدم واخـــستل شو ولې د ثور د کودتاه وروسته چې ټولو ددغه مرشد وړاندوینه او د تواضع ټول اړخونه ښه درک کړل په همدې تآثر د مهاجرو مسلمانانو اکثریت او د حزب مشران د حرکت په چوکاټ کې او پر خدای بخښلي مولوي محمد نبي محمدي را ټول شول.
ولې پېښور د افغانانو د اتحاد له پاره د زعامت د بزکشۍ مېچ (لوبه) لا وختي همداسې ډیزان کړې وه چې څوک پکې خوسکی د حلال دایرې ته ونه شي رسولی.
په همدغسې تآثر مې هغه مهال په جهادي نهضت کې د مولوی صاحب خالص بابا، مولوي جلال الدین حقاني صاحب، مولوي صاحب نصرالله منصور، مولوي رحیم الله صاحب او آن مولوي جمیل الرحمن صاحب خدای بخښلو رجالو حضور په نهضت کې د بري تر ټولو ځواکمن فکتورونه وګڼل.
په تېر افغان جهاد کې ددغو بزرګوارو اغېز، تحمل او په زیاتره مواقعو کې تنازل هغه شیمه وه چې دا جهاد یې د بلا ستونزو سره سره د ۲۸ د دلوې تر فتحې ورسوه.
په دې ټولو کې هغه چې ټول عمر یې په سنګر کې تېر کړ او د جهادي رهبرانو برابر او ښه کردار یې درلود هغه زموږ مولوی جلال الدین حقاني صاحب وه.
که څه هم په پاکستان کې د بوټو پر ضد قومي اتحاد همدغسې د مسلمانانو د اتحاد له پاره یؤ ایمان ډیزاین کړی چانس وه ولې هغه ډېر محدود او بې پایلې پاتې شو.
آما په افغانستان کې دیوبندي سوچ همېشه د پیوندېدو او د مسلمانانو د اتحاد له پاره یؤ زمینه جوړونکی مېزبان سوچ وه.
د ګورنر هاوس په حکومت او فیصله کې چې د زمري برخه اخواني ډلو پکې واخــستله بیاهم مولوي صاحب خالص بابا او مولوي محمد نبي صاحب په یوه کمزورې برخه ګوذاره وکړه او بیا یې هم د نورو ډلو خیر غوښت.

مصلح حقاني؛
او په کابل کې د چوکیو جنګ:

د ګورنر هاوس جوړ حکومت کابل کې له پیله له هغه جنګ سره مخامخ شو چې د طالبانو تر وروستۍ فتحې بیا دا جنګ نه چا په کرار کړ او یا د بده مرغه هماغه طرفونو تود وساته چې هغوی پکې د مرکزي چوکیو داوطلبان وه.
د کابل د چوکیو جنګ چې د مجاهد ولس د فتحې کام او حلقوم یې زهرجن کړ په دغه جګړه کې پلار حقاني صاحب هومره د کابل جنګي طرفونو په منځ کې د یؤ خواخوږي مصلح په حیث وځغلېد او خطرونه یې وګالل چې د افغانستان خلک او تاریخ باید ددغه مصلح حقاني د سولې کمپاین ته د تاریخ په ترازو کې د جهاد برابر قیمت وټاکي.
په همدې اساس د طالبانو د پیدایښت دویمه لویه انګېزه کېدای شي همدا وي چې دیوبندي سوچ لرونکو مرجع مشرانو د اخواني ډلو سره همېشه د تنازل او ګوذارې سیاست کې روان وه.
همدا وجه وه چې ددې دوه ډلو ځوانو طالبانو په کلیوال ماحول کې خپل تحول د جذباتو په حساب پر معجزه پرمختګ او د کابل پر فتحه ودراوه.
دا کېدای شي د شوروي د جهاد په مهال د هغوی د مشرانو د تکرار تنازل عکس العمل وي.
مولوي جلال الدین حقاني صاحب چې د افغانستان په سطحه د څلور، پنځوو لویو جهادي قومندانانو د لــست د سر او مخکښ جهادي اتل تسلیم کړو هغه د نورو سره همدا تفاوت لري چې هغه د سولې او ملي اتحاد د فلسفې او نهضت یؤ مخکښ دیوبندي مشر وه.

طالبانو ته؛
یوه په وخت مشوره:

د دموکراسۍ له پړاو نه نیولې بیا د کابل د نظره شوې فتحې پورې د ګډوډیو او د داخلي جګړو ډېره پړه په هغو ډلو نه لوېږي چې مذهبي سټې یې مشران ول.
لکه مولوی صاحب خالص بابا، مولوی محمد نبي صاحب بلکې پیر سید احمد ګیلاني صاحب دا ټول پر زعامت د اخ و ډب په مهال هم په تنازل پوهېدل او هم د بایللي منصب په تحمل.
ددې لوی راز په دې کې وه چې افغاني دیوبندي مشران په همدغسې تهذیب کې پیدا او روان وه او نن چې د قضاوت ترازو ته دا مشران وغورځوو د دوی مخونه پکې د ملت په ائینه کې سپین دي.
دا چې طالب مشرانو د طالب په عنوان د صلحې نهضت او د بیا د امریکا پر ضد جهادي لوی صف جوړ کړ او بیا یې د یوې وړې ناکامۍ په حذف پر دوو فتحو او د امریکا په ماته ودراوه دا پکې یؤ د حساب وړ کارنامې وې.
ولې دا چې دوی د پلرو دیوبندیانو په شان د نورو ډلو سره له تفاهم، اتحاد او ملګرۍ نه شېله راغلل او ډېر بد شېله لا روان دي او حتیٰ د اسلام نه د فهم سني مرجعیت هم دوی په خپلو کې انحصار کړی او تر دوی پوه پکې لا بهر دي او د هغوی د شریکولو ضرورت هم نه لمسوي دا پکې هماغه تفاوت دی چې دا د دوی د یوې وړې برخې اخوند مزاجه مشرانو د دریځونو او نظر زېږنده ده او دا د هغه تآثر په حساب چې دغو محدود مشرانو په پاکستان کې دغه تنګ سوچ د خپلو مذهبي استادانو نه په لاشعوري ډؤل کاپي کړی ځکه پاکستان ددغه بدغوني اخ و ډب چې د جماعت اسلامي او جمعیت علماوو په منځ کې وه ډېر رسوا سوابق لري.
په دې اساس او ددې کاپۍ له مخې محدود مشران په یوه بده بدګمانۍ کې د عصري علومو تحصیل یافته طبقې سره او د نجونو د لوړو تحصیلاتو او د جهادي ډلو سره د اوږدې فاصلې؛ ددې ټولو سره په یؤ حساسیت کې پاتې دي کېدای شي د همدغې تآثر او د محدودې ډلې سیاسي نظر وي چې په ټولو تحمیل شوی.
دا په دې خاطر وایم چې په طالب مشرانو کې دوه برخې هغسې هم دي چې نه د پاکستان تر اغېز لاندې راغلل او نه د پاکستاني حکومتي دیوبندي شیخ د تأثیر لاندې.
ددغو په سلسله کې مخکښ یې خپله امیرالمؤمنین مُلامحمد عمر مجاهد صاحب رحمه الله، معاون مُلا رباني صاحب، وزیر خارجه متوکل صاحب، د پاکستان له خوا ځورؤل شوی مُلا برادر صاحب، مخکښ او د دویم دور مقدمه جوړونکی طالب مشر معتصم اغا جان صاحب، شهید اختر عثماني صاحب، شهید ملا عبیدالله صاحب ،او بیاهم تر ټولو د اتحاد په فلسفه باوري مشر شهید امیرالمؤمنین اختر محمد منصور صاحب، قدرمن استاد یاسر صاحب، قدرمن حاجي ملا ضعیف صاحب دا ټول هغه مشران دي او ول چې زموږ د افغاني دیوبندي مشرانو په شان یې د ملي اتحاد فلسفه درک کوله ځینو مواقع پیدا نکړې او ځینې نور یې لا هڅه کوي چې د طالبانو فاتح نهضت د ملت د ټولو پرګنو سره پیوند او دا تقسیم وضعیت د طالب په تنګ چوکاټ کې نه، بلکې د یؤ ملي اتحاد په وسیع چوکاټ کې پیوند او متحد کړي.
کېدای شي طالبان په پاتې پړاو کې او د ارګ په اقتدار کې نورې او تېرو ته ورته لویې کارنامې تر سره کړي لکه:
ــ قوشتېپه
ــ د معتادینو د ماحول بنیادي تبدیلي
ــ او نور…
ولې د طالب په پَلَه کې پاتې تر ټولو لوی کمبود دا دی چې هغوی د خپلو تېرو افغاني دیوبندیانو تهذیب راخپل کړي لکه د مولوي صاحب خالص بابا او مولوي محمد نبی صاحب چې له خپلو جهادي تنظیمونو سره په اسانۍ ګډ تلل.
طالبان باید له خپلو خلکو سره پیوند شي، خلکو ته په قدرت او د ملک په رهبرۍ کې برخه ورکړي او د تفاهم دروازې ونه تړي.
له دې پرته د طالب ټول کمبودونه کېدای شي زر حل پیدا کړي.
موږ که په خپل هېواد کې څه ګټلي نو له همدې څخه دي چې موږ همېشه د یؤ داسې اتحاد له ګرېوان نه سر ایستلی چې مُلا او مکتبي پکې د یؤ ډؤل نه یؤ ډؤل نژدې او یا متحد روان وو.
په ۱۳۶۱/۶۲ هــ ش کلونو کې چې د استاد سیاف په مشرۍ د مؤقت وخت له پاره ځواکمن پړاو پیل شو هغه مهال ددغه وضعیت د ادامې په خاطر په سنتي ډلو کې حرکت، جبهه او محاذ په دې ټولو کې ډېری مشران په یؤ فوق العاده ځوانمرده دریځ کې د اخواني ډلو سره مبایع اتحاد ته ولاړل ددغو په سر کې د سني مرجعیت مرجع مشران وه لکه:
شینوارو مولوي صاحب، مولوي نصرالله منصور صاحب، مولوي مؤذن صاحب، مولوي محمد میر صاحب او څه نور.
له طالب مشرانو څخه مو همدا هیله ده چې د فتحې وروسته نور د مُلا او طالب کیسه هېره کړي او په یوه بزرګوارۍ کې دا ملت د خپلې راتلونکې او د تېرې د تلافي په خاطر په یؤ لوی ملي چوکاټ کې متحد کړي او په یوه بله بزرګوارۍ کې او د خپلې عفوې په خاطر د ډلو او شخصیتونو د محاسبې او د افرادو د نیت او ضمیر له محاسبې نه په شا شي دا هر څه د حکومتولۍ په سطحه اشتباه او فَوَل ده.

مشر سراج الدین حقاني؛
یؤ معتدل طالب مشر او د یؤ ملي سوچ حامي:

شل کاله وشول بلکې؛ لا زیات چې د طالبانو له نهضت او د طالب مشرانو سره کله بشپړ ملګری، کله نیمه بشپړ او کله لکه د اوس په څېر نیم مخالف روان یم.
تر کومه چې زه طالب مشران پېژنم له اکثریت مخکښانو سره یې هغومره مینه لرم لکه د جمعیت، حزب او یا اتحاد او نورو ښو مشرانو سره یې چې لرم.
نننی د طالبانو فاتح حکومت خپل ویاړونه لري ولې تېر دوه نیم کلونو وښودل چې د راتلونکي له پاره دا ویاړونه د هغوی د هغه کمبودونو مخه نه شي نیولی چې دوی په همدې ډاډه سوچ کې کمزوري او له ګواښونو سره مخامخ کوي بلکې کېدای شي په یوه ناکامه تجربه یې ودروي.
ماته په تېرو دوه نیمو کلونو کې خپلو اصلاحي منډو دا راوښودل چې په طالب مشرانو کې دوه برخې طالب مشران د ملت بلکې د مخالفینو سره په ډېرو شیانو کې په هغه سوچ کې شریک دي کوم چې د هغه پرته د شته امنیت باوجود، نه دا بحران ختمېږي او نه د نژدې او لریو ګاونډیانو د مداخلو خطر.
ددغو عزیزانو په سر کې د هغه خدای بخښلي مولوي حقاني صاحب زوی سراج الدین حقاني صاحب دی بلکې که رښتیا مې پوښتې د مولوي حقاني صاحب زامن او مجاهد ورونه دا ټول د یؤ ملي سوچ څخه برخمن دي.
بلکې تر دې پورته د ملي سوچ لرونکې سلسله د مولوي کبیر صاحب، مولوي بردار صاحب، دویم معاون حنفي صاحب، مولوي یعقوب مجاهد صاحب، مولوي امیر خان متقي صاحب، شیر عباس ستانکزی صاحب چې په دې پړاو کې خدای د لوڅې لهجې خاوند کړ دا سلسله آن تر شیخ مولوي دلاور صاحب پورې او ډېرو نورو طالب مشرانو ته غځېدلې ده.
دا چې د فتحې په مهال طالب مشران په خپلو کې، نه جنګ ته ولاړ او نه اختلاف ته او لا تر نن پورې د اختلافي سوچ سره دوام ورکوي دا یؤ ښه تهذیب دی.
موږ هم د مؤقتې مرحلې درې کلنې، څلور کلنې مرحلې په حساب طالب ته د جدي انتقاد لاره لا نده نیولې او دا په دې چې دوی نوي سیاسي تجربې ته راغلل.
طالبان باید پوه شي چې سیاسي پړاو تر نظامي زیات پېچلی دی د شوروي فاتحینو په همدې حساب سیاست کې بایلوده.
همداسې اسلامي امارت مشرتابه نن په یؤ جدي سیاسي ازمېښت کې ښکېل دی او دا په دې چې سیاست له جهاد سره ژور توپیر لري او تر جهاد ستونزمن دی او په دې هم متفاوت دی چې د جهاد ډېری برخه په جذبو ولاړ وي او سیاسي تجربه په عقل او فراست.
سیاست داسې یوه لاره نده چې د جهاد په شان توپک اوږې ته کړې او ګوته ماشې ته.
سیاست د ګوتې او اوږې کار ندی دا د سر او سوچ او په انساني ژوند کې تر ټولو پېچلی مسلک دی.
بیاهم ما چې سراج الدین حقاني صاحب او په طالبانو کې د ملي سوچ سلسله تعقیب کړه امیدوار یم چې هغوی به د همدغه صرفه شوي زغم په نتیجه کې یوه ورځ خدای دې وکړي چې دا ورځ د همدې روان کال برخه وي دا عزیزان به یوه ورځ په ملت کې د طالب یواځې کوونکي او کمزوري کوونکي طرف او طالب مشران په خپل منطق دېته اړ او ودروي چې ددې نه زیات د حکومت څخه مدرسه جوړه نه کړي او طالب مشران د خپل مسلک او تجربې خلاف د یؤ هېواد په سیاسي او تخصصي بستونو کې ناکام او بدنام نکړي.
ځکه مې د سراج الدین حقاني صاحب نوم واخــست او هغه مې مشخص کړ چې پلار مولوي جلال الدین حقاني صاحب یې موږ ټولو ته یوه ملي مقبوله مرجع وه او هغه د جهاد او سولې مخکښ وه.
زموږ کشر حقاني صاحب ددغه درنې میراثې مخکښ وارث او تر دې پورته مولوي حقاني صاحب او کورنۍ یې د دواړو جهادو د صفونو د مخکښو رجالو په سر کې دي.
او دا په هر صورت کېدای شي د یؤ مثبت تحول له پاره سراج الدین حقاني مجاهد ته توانمندي او شیمه ورکړي.
په همدې اساس د دغو عزیزانو په تېره د سراج الدین حقاني صاحب توجه د تحول د فلسفې اساسي فکتور ته را اړوم او هغه دا چې:
چې سیاسي فرمائشات او سیاسي تصامیم او تحول لکه د فرض لمونځونو غوندې خپل وخت لري خو په دې تفاوت چې لمونځونه قضایې چانس لري مګر له وخت پاتې سیاسي تصمیمونه قضایې چانس نلري او لکه په یخ باندې د صرفه میر نوشته کول دي.
دویم دا چې د حکومت په دوران کې پارونکي اجراآت دا د مړو فتنو د راپارولو په مانا دي حکومت دنده لري چې د وضعیت پارونکي لاملونه ارام او کرار کړي.
نن چې د طالبانو حکومت د نیمې پېړۍ د عادلانه اجراآتو په وړاندې ولاړ او یا یې پوروړی دی دوی باید کار له هغو اجراآتو پیل نکړي چې دوی ملت ته د خلقیانو د نظام په شان فتنې راپورته کړي.

حقانیان؛
او په هر مثبت تحول کې د هغوی بشپړونکی حضور:

د سرانې او په ځدرانو کې د وچې درې مُلا مولوي جلال الدین حقاني ژوند او مرګ د تقدیر لاسو څه عجیبه غوندې ډیزاین کړ.
مولوي جلال الدین حقاني صاحب له پیله له جهاد او سیاسي ژوند سره داسې پیوند شو چې پړاو په پړاو یې کارنامې تر سیالانو او حریفانو له دواړو نه د خپل جهت او ملګرتوب په بري پایته رسېدې.
د سردار داود پر ضد ناکام مقاومت ډېر بد تقسیم شو ولې بیا هم د مولوي حقاني صاحب او ورسره ملګرو علماوو مولوي صاحب خالص بابا ،مولوي جمیل الرحمن صاحب او مولوي نصرالله منصور صاحب دوی په خپلو هڅو تقسیم شوی نهضت او د وخت خام مشران د حزب اسلامي په عنوان او د قاضي امین په مشرۍ راټول کړل.
ولې وروسته په افغانستان کې منفي روان تحول او د ثور کودتاه د شته نهضت او حزب اسلامي تشکیلات ناکافي ثابت کړل.
نو نویو مهاجرینو او پکې مخکښو علماوو د جهاد له پاره د مُلا او مکتبي د یؤ کولو په چوکاټ کې د حرکت انقلاب اسلامي په عنوان متحده جبهه جوړه کړه.
په دغه جبهه کې جناب مولوي حقاني صاحب او مولوي صاحب خالص بابا دواړه شاته شول ولې د څو میاشتو تېرېدو او د حرکت انقلاب اسلامي بدرنګه انشعاب او په څو ډلو د هغه وېشلو وښودله چې مولوي حقاني صاحب او مولوي صاحب خالص بابا پکې ځکه حصه نه وه اخــستې چې هغوی په خپل سیاسي بصیرت پوهېدل چې بنیاد یې د دوام په فکتورو ندی جوړ شوی.
مولوي حقاني صاحب او د حقاني صاحب کورنۍ په دې اوږده پړاو کې چې لاندې باندې پړاوونه یې بحران پیدا کوونکي شول د مولوي حقاني صاحب کورنۍ په دغه تحولاتو کې موړ په موړ د ښه کردار فرصت او چانس پیدا کړ:

اول چانس:
مولوي حقاني صاحب او مولوي صاحب خالص بابا د جهاد د سر په پړاو کې ملګري شول داسې ملګري شول چې د جهاد په اول پړاو کې یؤ یې تورې بوړې ته ولاړ او بل یې ژورې ته.
نن چې پنځوس کاله وروسته د جهادي جغرافیو په تاریخ او پرتله نظر اچوو نو په ټول افغانستان کې په جهادي مرکزونو کې، درې تر ټولو ځلېدونکي او توجه وړونکي عنوانونه لري:
اول:
توره بوړه.

دویم:
ژوره.

درېیم:
شاهیکوټ.

اول؛
توره بوړه:
توره بوړه د مولوي صاحب خالص بابا مرکز وه  د شوروي په جهاد کې د مولوي صاحب خالص بابا په حضور او بیا یې په غیاب کې اوچت کردار درلود.
تورې بوړې تر ټولو لوی نوم د شهید اسامه بن لادن او د عربانو په راتګ پیدا کړ.
ننګرهاریانو د تورې بوړې عربانو او د شیخ اسامه بن لادن په ژغورلو کې ایمانداره کردار اداء کړ او عربان خپله ددې مېړانې مرهون دي په تېره د شهید معلم اول ګل صاحب میلمپال ملګرتوب او په یؤ روایت د تورې بوړې په عرب ژغورونکي پروسه کې خوږیاڼي قومندان زمان هم هغه مهال برخه واخـــسته چې امریکایانو ته یې وویل:
جنګ باید کرار کړو تر څو پکې اسامه بن لادن له غارو راووځي.
شهید اسامه بن لادن د همدې کرار وضعیت نه افغانانو جلال اباد او بیا کونړ ته انتقال کړ.

دویم؛
ژوره:
ژوره جمع د ځاځیو غونډونه لکه د فتحې غونډ، د استاد سیاف غونډ او نور…
خو ژوره پکې هغه د سر مرکز وه چې د شوروي د وخت لښکرو د وزارت دفاع د مخامخ سرپرستۍ لاندې د یوه زبرځواک زور وښود ولې نامراده.
ددغه لوی مرکز مشرتابه تر پایه د مولوي جلال الدین حقاني صاحب په غاړه وه.
درېیم؛
شاهیکوټ:
شاهیکوټ د هغه لوی جنګ میدان وه چې د مات طالب په تیاره دوران کې بلکې د امریکایي شل کلن اشغال په پیل کې بلکې د طالبانو د ماتې په تَل کې هغه کارنامه تر سره کړه چې د هغې ویاړلی تاریخ به د شهید مولوي نصرالله منصور صاحب کورنۍ او د هغه د شهید اتل زوی سره غوټه پاتې وي.
د طالبانو په صف کې چې د مولوي صاحب خالص بابا او مولوي جلال الدین حقاني صاحب ملګرو کوم کردار اداء کړ د هغه برابر کردار د مولوي نصرالله منصور صاحب کورنۍ او د هغه ملګرو اداء کړ چې د طالب سره له پیل او پایه لکه نوک او ورۍ پیوند پاتې شول.
دا درېواړه هغه نومونه دي چې زموږ تاریخ ته یې د ویاړ او شهرت هغه څه ورکړي چې د افغانستان بهر مسلمانان یې له نومونو سره اشنا دي.
دویم چانس:
هغه مهال چې په ۱۳۶۲/۶۳ هــ ش کلونو کې شوي اتحادونه افغاني مشرانو په سیاسي کنډوالو او پر مزیدو بې اتفاقیو ودرول مولوي حقاني صاحب پکې د جهادي ماحول د ښه مدیریت په خاطر د آمر مسعود سره د سرتاسري د لویې شوریٰ بنیاد کېښود.
هغه مهال دې ابتکار او دې سیاسي موړ په تبلیغاتي لحاظ هومره اغېز درلود لکه د استاد سیاف په مشرۍ چې مبایع اتحاد اغېز درلود په دې مانا چې په یوه حساسه او ناهیلې مرحله کې دې مثبت موړ د مجاهدینو مورال اوچت وساته.
درېیم چانس:
هغه مهال چې په پینډۍ کې د مشورتي شوریٰ  وضعیت، ګډوډۍ ،نفاق او دغه شوریٰ د ناکامۍ په خوا روانه وه او د یؤ مناسب تصمیم نه په ناکامۍ ودرېدله دا پکې مولوي جلال الدین حقاني صاحب او د هلمند مجاهد مولوي نسیم صاحب ول چې په خپل ګواښ یې له رهبرانو څخه واک واخــست او کم له کمه د پینډۍ د شوریٰ عاجله پایله هغه حکومت شو چې د یوې مرحلې له پاره یې د مجاهدینو عزت او د جهاد تسلسل او د جهادي پرګنو مورال خوندي وساته.
څلورم چانس:
د ګورنر هاوس له فیصلې وروسته؛ کله چې فیصله شوی حکومت او مشران یې کابل ته ننوتل له پیله کابل پر کورنۍ جګړه واوښت.
په دغسې یؤ وضعیت کې چې نور طرفونه د خپلو کمو او کمزورو چوکیو په تلافي کې مصروف او مرور وه مصلح جلال الدین حقاني پکې د جنګي طرفونو په منځ کې ځان خطراتو ته وغورځاوه.
مولوي جلال الدین حقاني صاحب چې په افغانستان کې یې تر رهبرانو کم کردار نه درلود له هغه سره ټول جنوب او د کابل سرتاسري قومندانان په ټینګه ودرېدل.
د بده مرغه د وخت جنګي طرفونو ددغه عظیم مصلح او د هغه د ملګرو خیرخواهي او د روغې فیصله ونه منله او دا هغه وخت وه چې طالبان نوي نوي په کندهار کې د همدغه وضعیت د بدلولو په خاطر راوټوکېدل.
پنځم چانس:
هغه وخت چې طالب مشرانو کندهار ،فراه، غزني او وردګ لکه یوه صحرایې بړبوکۍ تر پوښښ لاندې کړ او د طالبانو تحریک پکې د جنګي ډلو بستر په دغو ولایتونو کې له بنیاده پاک او جارو کړ دا پکې زموږ مصلح مولوي جلال الدین حقاني صاحب،  قومي مشر حاجي نعیم صاحب او مولوي نصرالله منصور صاحب، زامن او شاګردان یې ول چې په ګرده څېړۍ کې یې د مولوي احسان الله صاحب سره په یؤ پتمن تفاهم کې د جنوب ټول ولایتونه د طالب سره په بیعت او د اصلاح په پاتې پروګرام کې شریک کړل، پرته له دې چې د یؤ مجاهد یا طالب پوزه پکې زخمي شي.
له طالب سره د جنوب اتحاد په ګرده څېړۍ کې او د مولوي جلال الدین حقاني ملګرتیا نور ننګرهار او کابل د مقاومت او مقابلې له هر څه خالي کړل.
شپږم چانس:
د یوولسم سپتامبر وروسته چې د امریکا او ناټو په راتګ په افغانستان باندې د ناهیلۍ پېڅؤل وغوړېد او طالب مشران پکې ګارو ته سراسیمه شول بلکې آن د میلمنو عربانو له چارې هم عاجز شول بیاهم دا پکې مولوي جلال الدین حقاني صاحب او د جنوب مؤمنې پرګنې وې چې دوه برخې عربان او د هغوی ښځینه یې ایران او نورو ځایونو ته پتمن ورسول.
اووم چانس:
په جنوب او پکتیا کې چې داخلي جنګونه کم ول په دې کې د جنوب د خلکو کلچر او په خپله د مولوي جلال الدین حقاني صاحب د زغم کردار ډېر دخیل وه.
اتم چانس:
د جنوب لاره چې د جهاد تر ټولو لارو مطمئنه وه او یوه کچره هم پکې، نه غلا شوه او نه زخمي شوه نو په دې کې هم د جنوب د خلکو کلچر او په خپله د مولوي جلال الدین حقاني صاحب کردار ډېر مرکزي وه.
نهم چانس:
د امریکا ضد جهاد چې واقعاً د افغانستان د تاریخ بلکې د نړۍ د تاریخ یؤ ستر تحول دی هغه د څلورو طرفونو هوښیارۍ، زړورتیا او قربانۍ تر فتحې راورسوه:
اول:
د امیرالمؤمنین مُلا محمد عمر مجاهد رحمه الله؛ نه ماتېدونکی هوډ.
هغه چې شهید اختر عثماني صاحب پکې سر وخوړ او نورو طالب مشرانو پکې د حامد کرزي جوړه طرحه د هغه په وړاندې نه یاده کړه او نه قرأت.
په همدې خاطر د افغانستان په تاریخ کې مُلامحمد عمر مجاهد صاحب باید خپل ځای ولري که څه هم ملګري یې وروسته خدای مکړه ناکام هم شي.
دویم:
د مجاهد مولوي جلال الدین حقاني صاحب ایمانداره ملګرتوب؛ هغه چې له کندهار سره په خپل کړي تعهد د سپتامبر د یوولسمې صاعقې او د ناټو په مرګ اورونکي سلطه بیا هم په خپل ملګرتوب ودرېد بلکې که د حقاني صاحب د کورنۍ کړي جهاد ته ترازو کېښودل شي د امریکا ضد جهاد کې ددغې کورنۍ کردار نیم په نیمه باید حساب شي.
درېیم:
د فدایانو سلسله ده.
چې په تاریخي لحاظ یې د نړۍ په جنګي تاریخ کې یؤ موړ ایجاد کړ.
څلورم:
په قطر کې سیاسي نمائیندګي او بیا پکې د ښاغلي طیب اغا په شان د یؤ هوښیار او متحرک مشر ارتباطات او ډیپلوماسي.
ما د مسکو په جلسه کې ایله د قطر د سیاسي نمائیندګۍ د کردار حجم درک کړ.
ښاغلی طیب اغا او ملګرو یې په خپل ساده تحرکاتو کې له چین، روسیي، ایران او نورو طرفونو سره په تماس او پټو راشو درشو کې د بوش یؤ قطبه امریکا له دوه جدي وېرو سره مخامخ کړه:
اول:
واشنګټن چې د افغانستان په جنګ کې یې زور اوبه شوی وه هغه دې وېرې واخــست چې که طالبان د پکینګ او مسکو پر حمایه ودرېږي پاتې اوږد جنګ به په کوم تدبیر را لنډ کړي.
دویم:
امریکا چې د یؤ قطبه نړۍ په سر کړې شَپُو یې په سر ټینګه نه شوه او د افغانستان جهاد ددوی شَپُو یؤ اړخه کړه واشنګټن دې وېرې واخــست چې د ترورېزم په خطر او جګړه کې ملګری چین او چوپه روسیه نور د طالب نه د وېرې پر ځای په سیمه کې د امریکا د پاتې کېدو وېرې اخـستې او کرار کرار غواړي د طالب خواته ولاړه شي بلکې دا کېدای شي د دوه قطبه نړۍ شرایط ځانته پیدا کړي.
د همدې څلورو فکتورونو زور وه چې امریکا یې شاتګ، خپلو پوځونو ایستلو بلکې امریکا او طالب ته یې په قطر کې د امریکا او طالب د تړون شرایط برابر کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx