نظــر

د لارښود لارښوونه؛ ترې غورځه مه، پرې ور غورځه !!

جبريل سعد
د لوی ملاصاحب رحمةالله عليه يوولسم تلين په داسې حال كې لمانځو چې له وړاندوينو سره سم يې د لارښوونو په رڼا كې د تأسيس كړي اسلامي امارت لومړنيو او مقدماتي ارمانونو ته رسېدلي يو. اسلامي نظام حاكم دی، د شريعت احكام ورځ تر بلې پلي كېږي، دين او سياست سره را يو ځای شوي، واك او واگې يې د ديني برجسته عالمانو په لاس كې دي، هراړخيز استقلال ترلاسه شوی، ازادي او خپلواكي راغلې او په لومړني زېري كې يې سرتاسری امنيت، ملي او ولسي يووالی، د مشر ملا صاحب له مړينې سره د خوارجو او استخباراتي پروژو راپورته شويو فتنو مخنيوی او له منځه تلل، نړيوال وجاهت، له نړۍ سره دوه اړخيزې اړيكې، ډيپلوماټيك پرمختگونه، له سره بيا رغنيزې او اقتصادي رغنده چارې او لاسته راوړنې يې، خپلواكې چارې، پالېسۍ او سياستونه، د ولسونو خوښۍ، د هر ډول ارزښتونو او گټو خونديتوب او د ښمر په توگه يې د پاتې ارمانونو هيلې پر غوړېدو او تلوسې پر زياتېدو دي. هو ! دا او تر دې ځايه د مرحوم لوی ملاصاحب پر همت، په ځان كې مجسم كړي ايمان، روحانيت او د تر ټولو لوړ معيار پر شخصيت د ولاړو وړاندوينو، لارښوونو او تگلارې پر مټ چې بيا هم يې د پنځولي ځانگړي جهادي او قيادي فكر په توگه د لارښوونو او تگلارې په دقيق او كره ډول منلو، پلي كولو او تعقيب پر مرسته هم همداسې دوام پسې وركولی شو او هم يې پاتې كورنۍ او د مسلمانې ټولنې او نړۍ په كچه موخې، ارزښتونه، ارمانونه، لاسته راوړنې او پرمختگونه لرلی شو.
د لوی ملا صاحب لارښوونې، وړاندوينې او له كړو وړو يې پېژندل شوې تگلارې او سياستونه خورا له جالبو ډك، د وخت د غوښتنو ځوابونكي او له لسگونه پېړيو وروسته د راشدو خليفه گانو او په ځانگړې د دوهم او څلورم راشد خليفه عمر بن الخطاب رضی الله عنه او عمر بن عبدالعزيز رحمةالله عليه د شخصي او سياسي ژوند تكرار، ژوندی تمثيل او بيا را ژوندي كول و چې پر تېرو۱۰تلينونو، د اسلامي امارت د تأسيس ورځې او اړوندو نورو مناسبانو او لمانځنو كې خپل او پردي په غږيز او ليكنيز ډول تر بسې پر غږېدلي دي. خو خپله له دوی هم د دغې لمانځنې او غږېدنې يوه بنسټيزه، ستره او حياتي موخه وركه يا هېره وي او بيا يې د يادې موخې له پلوه دغه لمانځنې او غږېدنې يوازې د دغسې و او هغسې و له تكراري او بې مانا ټكو سره په تله كې ولوېږي. هو ! ياد او تاريخ ژوندي كول به ورته ووايو، خو په ټگۍ سره. ځكه لارښوونې چې پلې نشي، وړاندوينې ونه منلې شي او تگلارې تعقيب نشي، تش پر ژبه او قلم يې يادول دا مانا نه لري چې په واقع كې ورته ژمن هم يو، بلكې له دې لارې له واقع پرته يوازې كه دغه پام، فكر او ذهنيت عام شي او دا مانا لري چې موږ يې دومره او هومره پېژنو، پر وياړو، شخصيت او تگلارې ته يې د داسې متنوع او مانا داره تعبير وړتيا لرو او پرې ستايو يې چې همدې ته ټگي او بې مانا ټكي وايو. دا ځكه چې نه لوی ملا صاحب پېژندنه، پرې وياړ، شخصيت او تگلارې ته يې ياد تعبير، د هغه وړتيا او ستاينې راڅخه غوښتې او غواړي، نه يې اړتيا لري او نه هم دا ياد او تاريخ ژوندي كول دي او خپلې استفادې خو هسې هم جلا خبره ده.
كه د موضوع پر دننه يې را واخلو، نو د ياد ژوندي كولو بېلگه هم لوی ملاصاحب وړاندې كړې چې په خپلې تگلارې او سياستونو يې د يادو اسلافو لارښوونې پلې كړې، تگلاره يې تعقيب كړې او په دې سره يې وسلوال، قلمي او رسنيز، فكري او فرهنگي، اقتصادي او سياسي هر اړخيز جهاد له كتابونو څخه پلي ميدان ته را ښكته او را ويوست او له دين سره پر جوړه سياست او د خلافت پر منهج او تگلاره رښتونې اسلامي حكمتولۍ سره يې پر مځكه پلی او روان كړ او دا يې ايله د يوې لنډې مودې لپاره د اسلافو د ياد او تاريخ يوه وړه برخه را ژوندي كول و چې له دې زيات صليبي اشغال ورته پرېنښود. خو موږ بېچاره گوره چې ياد او تاريخ هم(كه د هرچا وي)داسې راژوندی كوو لكه درسونه به مو چې ويل، خو پرې عمل تر ملايۍ وځنډېد او بيا په ملايۍ كې پر چا نورې كانې وشوې او چا معاصرو تخصصاتو ته مخه كړه، ترڅو پرې عمل كول، د ټولنې ديني پوښتنې ځوابول او ښوونه او روزنه د يو جلا فن او هنر په توگه زده كړو. اوس مو پر ياد لمانځنې او ياد ژوندي كولو سربېره د لوی ملاصاحب د ځانگړي فكر د لارويانو په توگه هم پېژندل كېږو، خو لارښوونې يې نشو پلې كولی، تگلاره يې په ښه ډول نشو تعقيبولی او بايد پر بيا-بيا نويو فرمانونو او لارښوونو مو سر پرې را خلاص كړل شي، ورته متوجې كړل شو او پرې له پرلپسې ټينگار سره وهم څارل شو، ترڅو د لوی ملاصاحب د فكر، تگلارې او لارښوونو سره سم د هغه تأسيس كړی اسلامي امارت تر يو حده پرې وپاللی شو. نو دا اوس كوم ياد او تاريخ ژوندي كول شو؟.
په هر رنگ؛ د لوی ملاصاحب لارښوونو پلي كول، تگلارې تعقيبول، پر غږيزو او ليكنيزو تأثراتو ورته هڅونه او پر وړاندينو يې ټينگ باور د ياد او تاريخ ژوندي كولو موخه ده. دا يې سمه او رښتونې مانا هم ده او له دې پرته هرڅه بې مانا او د خپلې استفادې په مانا گرځي. د ياد غوره او پر ځای لمانځل دا دي چې كه يې تر همدغه وخته لارښوونې پلې، تگلاره تعقيب او وړاندوينې منلې شوې وي، هغه وستايل شي او د لاسته راوړنو سرچينه وگڼل شي، ترڅو لا ښه پرمختگ پكې شوی وي. خو كه داسې نه وي، پكار ده د ياد لمانځنه او ژوندي كولو كې اړوندو ټكو ته ځانگړې پاملرنه وشي، تلويحي پام ور واړول شي او د ځای او مخاطبينو په پام كې نيولو سره د ځيني نيمگړتياوو په اړه د لوی ملاصاحب لارښوونې، دريځ او تگلاره څرگنده وښودله شي او د شهيد منصور صاحب، شيخ اخندزاده صاحب او نورو مشرانو لخوا يې پلي او تعقيب كېدل او پرې ټينگار وستايل شي، ترڅو اړوندې نيمگړتياوې پوره شي. د همدې له ډلې بېلگه: د ځيني ستونزو له أمله شهيد مولوي سيف الرحمن منصور ملاصاحب ته د استعفا په موخه ورغی. ملا صاحب ورته وويل: په نظام كې چې دې ستونزه وليده؛ ترې غورځه مه، پرې ور غورځه. يانې له أمله يې نظام مه پرېږده، بلكې ستونزه له منځه وړه. اوس خپلوي، انډيوالي، واسطه بازي او چاپلوسي چې د الله تعالی ج، رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم او راشدينو خليفه گانو لارښوونې، تگلارې او اسلامي حكومتولي ننگوي؛ تر ټولو ستره ستونزه ده او پر وړاندې يې د مشر ملاصاحب، شهيد منصور صاحب او شيخ أخندزاده صاحب لارښوونه، تگلاره او ټينگار هم پر دې دی چې له منځه دې يووړله شي او نظام دې ورپورې نه پرېښودل كېږي، بياهم ډېرو پخوانيو مجاهدينو نظام پرېيښی، خو په نظام كې خپلوي، انډيوالي، واسطه بازي او چاپلوسي له منځه نه وړل كېږي. نو ياد ژوندي کول بايد تش هغسې او دغسې ويل نه، بلکې په رښتونې مانا د لارښوونو په پلې کولو، تگلارې په تعقيبولو او پر وړاندوينو پر ټينگ باور سره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx