نړۍ

د غزې په ملاتړ د کومبیا له پوهنتونه محصلین شړل شوي

  • نن ټکی اسیا (سې شنبه، ۴غوایي ۱۴۰۳): د نیویارک ښار په کومبیا پوهنتون کې محصلینو د اسرایېلو د ظلمونو پر ضد لاریون کړی او د پوهنتون له رهبرۍ یې غوښتي چې له اسرایېلي پوهنتونونو سره دې تعلیمې اړیکې پای ته ورسوي. ځایي رسنیو ویلي، چې د یاد پوهنتون رییسې نعمت شفیق یې په غبرګون کې ۲۰ محصلین له پوهنتونه خارج کړي او ۱۱۰ نور محصلین یې د مشکوک کسانو په تور په حکومت نیولي. د همدې پوهنتون نشریاتي مسؤل تازه ویلي چې نن سې شنبه به استادان د حالت د کړکیچ والي له امله انلاین درسونه ورکوي. دا لاریون په داسې حال کې دی چې له دې وړاندې په زیات شمېر هېوادونو کې ځایي خلکو د اسرایېلو د ظلمونو او د غزې د ملاتړ په اړه ګڼ شمېر لاریونونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx