نړۍ

له نا معلومه لوري په عراق او سوریه کې د امریکا هډې په نښه شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، ۴غوایي ۱۴۰۳): رویټرز خبري اژانس ویلي چې په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو اډې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې پر یادو امریکایي هډو لږ تر لږه پېنځه توغندې توغول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې درې میاشتې وړاندې هم په اردن کې د امریکا پر یوه نظامي هډې برید کې درې تنه امریکایان وژل شوي وو.
په اردن کې د یاد برید په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن غبرګون ښودلی و او تور یې پورې کړی و چې یاد برید د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx