نړۍ

فرانسوي جیټ الوتکي دلیبیا پرخاوره پروازونه کوي

french_jet_airplanes

نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۱۹) لیبیا: داسي مالومیږي چي دامنیت دنړیوالي شورا له پریکړه څخه وروسته اتلافي قواوي دلیبیا پرخاوره باندي دبرید په حالت کي دي .
ولیبیا ته دفرانسی دهوایی ځواکونو ننوتل به دنړیوالي مداخلي پیلامه وي، دفرانسي ولسمشر رسنیو ته ویلي، زمونږ هوایی قواووی لیبیا ته ددي لپاره داخلي شویدي ترڅو دبی وزلو ولسي وګړو په وړاندي دقذافي دبی رحمه تیري مخه ونیسي، نوموړي زیاته کړه زمونږ جنګي جیټ الوتکي دلیبیا خاوري ته داخلي شویدي، دلیبیا هیواد ټولي سیمي څاري اوتراوسه پوري له کوم مشکل سره مخ شوي ندي.
دامریکي دبهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن زیاته کړه، چی څومره ناوخته کوو هغومره ولسي وګړي له خطرسره مخ کیږي، نورباید فرصت له لاسه ورنکړو، اودقذافي کړونو ته ځواب و وایو، لیکن نوموړي یو ځل بیا پردغه ټکي ټینګاروکړ چي امریکا اراده نه لري ترڅو لیبیا کي ځمکني ځواکونه ځاي پرځاي کړي.
له بله پلوه داټالیی هیواد هم خپل اوه فوځي  مرکزونه داتلافي قواوو په واک کي ورکړیدي.
کنډا هم ویليدي، زمونږ هوایی جیټ الوتکي سیمي ته رسیدليدي، خو دوي روځي نور وخت غواړي ترڅو جنګ کي برخه واخلي، دډنمارک لومړي وزیر زیاته کړه زه یقین لرم، برطانیه، فرانسه اوکنډا به ترټولو لومړي پرلیبیا برید کوي، اورا تلونکو څو ساعتونوکی به ددی برید شاهدان یو.
دفرانسۍ ولسمشر سرکوزي زیاته کړه نړیوالي ټولني ډیري هڅي وکړي ترڅو قذافي له قاتلانه لیونتوب څخه داوګرځوي، لیکن بد بختانه چي قذافي دټولني وخبروته غوږ کي نښود، اونړي يی اړه کړه چي دلیبیا دبی وسه ولس دژغورلو لپاره میدان ته را ودانګي، نوموړي زیاته کړه دلیبیا ولس نور هیڅ نه غوښته، یواځی دایی ویل چي مونږ باید پریښودل شو ترڅو خپل راتلونکی په خپله وټاکو.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x