افغانستاننړۍ

متحده عربي امارات له شیخ زاهد پوهنتون سره د ودانیو په ترمیم، رغولو او مالي چارو کې مرسته کوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، ۴غوایي ۱۴۰۳): د لوړو زده کړو ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ددې وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره وکتل. نوموړي ویاند وایي په دې لیدنه کې “د متحده عربي اماراتو هېواد له لوري د شیخ زاید پوهنتون د زړو ودانیو د ترمیم پر روانو چارو او له افغانستان سره د دوه اړخیزو اکاډمیکو همکاریو د فرصتونو پر برابرولو خبرې وکړې”. علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د متحده عربي اماراتو له مرستې هر کلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت هر ډول کاري طرحې او کار ترسره کولو لپاره چمتو دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx