fbpx

د عراق ایزیدیان د اسلامي دولت په لاس اسلام راوړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۳ل): په یوه وروستی ویډیو کې چې د اسلامي دولت د پلویانو له لوري په یوټیوب او نورو ټولنیزو پاڼو نشر شوي، اسلامي دولت هغه ټولي ادعاوي رد کړي چې ګواکي ددوی جنګیالیو د ایزیدانو ښځي او ماشومان وژلي.

ایزیدان چې په عراق کې اوسیږي، تر اوسه اسلام نه دی ورته رسیدلی، او په خپل پخواني عقیده باندي پاته دي، او تر ډېره حده د شیطان عبادت کوي، او شیطان په ځمکه کې د الله وکیل او ددوی ساتونکی بولي.

ایزیدان چې شمېر یې اویا زره ته رسیږي، د عراق ولایت په سنجار او شاوخوا سیمو کې اوسیږي، او د وروستیو جګړو له کبله ډیري کورنۍ یې د غرو په لور خوځېدلي او هلته یې پناه اخیستې.

د اسلامي دولت یو قومندان چې په ویډیو کې ورسره مرکه شوي ویلي چې دوی د سنجار په علاقه کې د ایزیدانو مشرانو ته اختیار ورکړ چې یا دي اسلام راوړي، او یا دي تسلیم سي، خو هغوی جګړه وکړه، او له جګړې وروسته اسلامي دولت دغه سیمه ونیول.
نوموړي وویل چې دوی هغوی ته واضحه کړه چې که تاسو اسلام قبول کی، او خپله منطقه مونږ ته تسلیم کړی، نو تاسو زمونږ وروڼه یاست، او ستاسو امنیت خوندي کول او تاسو ته ټولي ضروري اسانتیاوي  برابرول زمونږ دنده ده، خو هغوی بیا هم په جګړې لاس پوري کړ، او شکست یې وخوړ.

نوموړي وویل چې په سلګونو ایزیدان مسلمانان سول، او اوس د اسلامي دولت په سایه کې په ارامه ژوند کوي، او خپل د ټولو حقوقو څخه برخمن دي، او په هغو یې غږ وکړ چې غرونو ته ختلې، چې خپلو سیمو ته دي راسي، هیڅ نه ویل کیږي.
او زیاته یې کړه چې غربیانو دوی ته وعدې ورکوي چې مونږ مرستي درسره کوو، او مونږ درته خوراک او نور شیان رسوو، خو بیا هم هغوی له لوږي مري، او په غرونو کې د سر پناه ځای نه لري.

په ویډیو کې زیات شمیر ایزیدي ځوانان هم ښکاري چې په اسلامي دین باندي مشرف کیږي، او اعتراف کوي چې دوی په خپله خوښه اسلام قبول کړی، او دا چي مسلمانانو ډیر تاخیر وکړ چې تر دوی یې اسلام ور ورسوی.
یو کس چې ځان معلم ښيي وايي چې اسلام یو نور دی، مونږ مخکي په تاریکیو کې اوسیدلو، اوس له هغو تاریکیو ووتلو.

باید وویل شي چې د ایزیدیانو په دیانت کې د شیطان عبادت کیږي، او وايي چې په ځمکه کې شیطان د الله جل جلاله وکیل دی، او د ایزیدیانو خاص ساتونکی دی، په دغه دیانت کې د ناپاکیو څخه ځان ساتل حرام بلل کیږي، د قضاء حاجت وروسته ځان پاکول، او یا د جنابت وروسته غسل کول حرام بولي، او همداسي ډیر حلال خوراکونه حرام بولي.

نور تفصیل په لاندي ویډیو کې:

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د