افغانستان

مولوي عبدالکبیر: له مسکو سره په ګډه هڅه سیمه ییز ګواښونه له منځه وړو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ غوایي ۱۴۰۳): د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر سره کتلي. په یاده لیدنه ښاغلي مولوي عبدالکبیر د افغانستان په اړه د مسکو د دریځ ستایلي او زیاته کړی یې ده چې له مسکو سره په ګډه هڅه کابل کولی شي تر څو په سیمه کې شته ګواښونه له منځه یوسي. په دې لیدنه کې ښاغلي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو په ملګرو ملتونو کې اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ د سپارلو غوښتونکی دی. دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې ښاغلي ضمیر کابلوف د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي و چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناستې د اسلامي امارت له هوکړې پرته کومې پایلې نلري او مهمه ده چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې د اسلامي امارت استازي موجود وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx