افغانستان

ډاکټر زین العابدین: امریکایي اشغال په افغانستان کې د هوا د ککړتیا لامل ګڼل کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ غوایي ۱۴۰۳): ‏د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال ډاکټر زین‌العابدین عابد ویلي چې د چاپیریال ساتنې او د اقلیمي بدلون مدیریت د اسلامي امارت د اساسي لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي ویلي چې په هېواد کې د اب هوا ککړتیا د امریکایي اشغال د بې پروایۍ او کیمیاوي موادو د استعمال له امله را منځته شوي. ښاغلي ډاکټر زین العابدین عابد زیاته کړې چې د تېر اشغال له امله غیرقانوني کیمیاوي موادو کارول، د طبیعي حوادثو زیاتوالی، دوامداره وچکالي، د ځنګلونو بې رحمه قطع کول د دوی له امله را منځته شوي. دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې د دلوې په ۲۱ مه نیټه ننګرهار پوهنتون د چاپیریال ساتنې اړوند د نړۍوال کنفرانس کوربه و چې پکې د لوړ پوړو امارتي چارواکو، نړیوالو مختصصینو او د پوهنتونونو استادانو شتون درلود. په دې کنفرانس کې داخلي او خارجي استادانو او څېړونکو مقالې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې د ککړتیا د مخنیوي لپاره یوه واحده طرحه جوړه کړي او په کډه په یاده طرحه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره کار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx