تاریخ او شخصیتونهد امت لويان

د مرحوم عمر ثالث ځانګړتیاوې!

 

لیکوال: محمد حماد شیرزاد

له نن څخه تقریبا یوولس کاله وړاندې په همدې ورځ د اسلامي امارت مؤسس او د الله په نصرت د دوه سترو امپراتوریو ماتونکی عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له دې فاني نړۍ څخه د الله رب العزت لقاء ته رحلت وکړ.

د نوموړي د یوولسم تلين په مناسبت د مرحوم یو څو لنډې او مختصرې ځانګړتیاوې درته درپه زړه کوم؛ هسې خو د نوموړي ځانګړتیاوو ته پوره کتاب هم بسنه نه کوي.

مرحوم مشر به فرمایل: مونږ له هیچا سره دښمني نلرو دوستي او دښمني مو یوازې د دین پر اساس ده، ځکه خو د نړۍ ټول مسلمانان پرې رامات شول او د نوموړي سره یې بیعتونه ترسره کړل، په خاص ډول افغانان یې د لساني، سمتي، قومي او خوځښتي جګړو خلاص او د یوه امیر او یوه غراء محمدي بیرغ تر سیوري لاندې راټول کړل.

د دنیا په ټولو امورو کې یې تر هر څه زیاته ترجیح د الله تعالی فیصلې ته ورکوله، بې ځایه مصلحتونو او بهانو یې ایماني دریځ نه متزلزله کاوه، ولو که خلکو به یې تطبیق او پایلې سختې ښودلې؛ خو نوموړي به د شریعت نفاذ ته اولیت ورکاوه.

د نړۍ ټولو اوسنیو او راروانو خوځښتونو ته یې د ایماني غیرت او پر الله تعالی د حُسن توکل یو ریښتینی مثال قائم کړ.

پر الله تعالی قوي توکل یې بیا یوه عجیبه ځانګړتیا وه؛ زه وایم داسې توکل او ایمان به په نني عصر کې د هیچا هم نه وو کوم چې د لوی ملا صیب وو.

د اسلام ده دې ستر خادم یوه ځانګړتیا دا هم وه چې د مسلمة امت په زړونو کې یې د جهاد هغه جذبه راژوندۍ کړه کومه چې د عثماني خلافت له سقوط سره د مسلمانانو له سوچ او فکره وتلې وه.

نوموړی هغه امیر وو چې په مسلمانانو کې ېې ډير وخت وروسته د صداقت، غیرت، استقامت، حیأ، عفت، امانت، ثبات او عزت ځانګړی مقام ترلاسه کړ، دغه نیک اعمال پکې ول چې د نړۍ د ټولو مؤمنانو په زړونو ېې حکومت وکړ.

رحمه الله رحمة واسعة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx