افغانستان

د تېرې ادارې کارمندانو په اړه د افغان شخصیتونو د تماس کمیسیون پر جلا وطنه افغانانو غږ کړی چې خپل هېواد ته را ستانه شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ غوایي ۱۴۰۳): نن تازه د افغان شخصیتونو د تماس کمیسیون اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د عفوې په اساس د تېرې اداري ملکي او نظامي خلک چې په بهر هېوادونو کې میشت شوي دي، ډاډ ورکوو تر څو خپل هېواد ته به ازاده فضاء او پرته له کومې وېرې را ستانه شي. د تماس کمیسیون ویلي چې تر دې دمه ۸۳۹ تنه د تېرې ادارې ملکي او نظامي وګړي را ستانه شوي او اوس له خپلو کورنیو سره په خوشحاله فضاء کې ژوند کوي. یاد کمیسیون په بهر کې پر تللیو افغانانو غږ کړی چې “په افغانستان کې د دوی ژوند ته هیڅ خطر موجود نه دی؛ دوی کولی شي، لکه د نورو افغانانو په څېر په امن کې ژوند وکړي او د خپل هیواد په ابادۍ کې برخه واخلي”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx