نړۍ

قطر هېواد: مونږ پر حماس ډلې کوم فشار نه دی راوړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ غوایي ۱۴۰۳): د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر دې دمه د حماس سیاسي مشرانو په اړه د قطر هېواد د دوی ویستلو کوم پلان نه لري. د قطر هېواد هغه را پورونه ردوي چې ګواکې قطر، امریکا او مصر په ګډه پر حماس سیاسي ډلې کوم فشار راوړی، تر څو د حماس ډله له اسرایېلو سره د اور بند په اړه خپل دریځ نرم کړي. خو له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د حماس د نظامي څانګې ویاند ابو عبیده خبرې رسنیزې کړې چې پکې ویل شوي و قطر او مصر په ګډه د حماس مشرانو د دریځ د نرموالي غوښتنه کړې. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ادعا او د حماس او اسرایېلو ناندرې په داسې حال کې دي چې تازه د حماس ویاند ابو عبیده ویلي، موږ د خپلو خلکو قربانۍ ته تل ژمن یو او هيڅکله د چا فشارونو ته نه تسلېمېږو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx