افغانستان

قزاقستان د کانونو، رېل پټلۍ او برېښنا برخو کې پانګونه کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ غوایي ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان جمهوريت د لومړي وزير مرستيال ښاغلي سريک ژومانګرين او مل ملاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وشوې. د ناستې په لومړیو کې مولوي امیر خان متقي ویلي چې هیله من یو تر څو قزاقستان د کانونو، رېل پټلۍ او برښنا برخو کې پانگونه وکړي. همدا ډول متقي صاحب ویلي چې ددې وخت را رسیدلی چې له کابل ـ استانې تر منځ مستقیما الوتنې پیل شي، تر څو ډیپلوماتیکي اړیکې او راکړه ورکړه نوره هم اسانه شي. په یاده ناسته کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د ډیپلوماتیکو اړیکو په پرمختګ خوښي څرګنده کړي او ویلي یې دي چې هېواد یې ژمن دی تر څو له استانې ـ کابل الوتنې پېل او د مشترکو کمپنیو په ملتیا د کانونو او رېل پټلۍ په برخه کې یې هېواد پانګونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx