نړۍ

طیب اردغان: حماس د فلسطین په سیاست کې فعاله ونډه لري

 


نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ غوایي ۱۴۰۳): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې حماس د فلسطین په سیاست کې یوه منلې ډله ده او هیڅوک یې د زور له لارې له احاطې نشي ویستلی. ښاغلي اردغان ناندرو ته په اشاره ویلي چې حماس اسلامي تحریک او واکمن “الفتح” ګوند باید داخلي ستونزې او اختلافاتو د خبرو له لارې ختم کړي او د مقابل لوري لپاره یو موټی شي. نوموړي طیب اردغان په خپلو خبرو کې په فلسطین کې د ټولشموله حکومت د رامنځته کیدلو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې واکمن وګړي دې د سیاست له لارې داخلي ګوندونه پر حکومت ور غونډ کړي. د ښاغلي اردغان نننۍ څرګندونې په داسې حال کې دي چې دوه ورځې وړاندې د حماس اسلامي تحریک مشر اسماعیل هنیه او ورسره مل پلاوي ترکیې ته په سفر تللي وو او د فلسطین د قضیې په اړه یې د ترکیې د چارواکو او ولس دریځ ستایلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx