خبرونهنړۍ

ابراهیم رییسي له خپل سیال شهباز شریف سره په ترهګرۍ ضد خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غوایي ۵مه، ۱۴۰۳): د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پاکستان ته له درې ورځیني سفر وروسته له خپل همسیال شهباز شریف سره په ګډه په خپلو خبرو کې د افغانستان په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د ترهګرو شتون ګاونډیو او د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښېدلی شي، خو په ورته وخت کې او له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو ته په اعلامیو او کنفرانسونو کې ویلي دي چې د اسلامي امارت په راتګ سره به د افغانستان ځمکه د چا په خلاف نه کارول کېږي او هیچا ته هم اجازه نه ورکوو چې له افغانستانه ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کوم ګواښ شي. نوموړي ویاند بار ـ بار د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هیڅ ترهګري ډله شتون نلري. په یاد سفر کې ښاغلي رییسي ویلي چې راتلونکي کلونو کې به ایران له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې ۱۰ ملیارد ډالرو ته لوړې کړي، خو دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن پاکستان ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره په اړیکو باید زمونږ سرې کرښې ماتې نکړئ.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

افغانستان او افغانان د دغه دو نامرده او منافقو ګاونډیو د لاسه په مستقيمه توګه د ترهګرې ښکار شوي. په ډيره بې شرمې په افغانستان کې د ترهګرو د شتون بي اساسه چغې وهي. حال دا چي همدا دوه دوه مخي ممالک د افغانستان د بي ثباتۍ عامل دي. اسلامي امارت بايد د دغه منافقت متوجه اوسى.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx