افغانستان

د هوا پېژندنې ریاست سبا یو ځل بیا په هېواد کې د شدیدو اورښتونو او سیلابونو اټکل ورکړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غوایي ۵مه، ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په داسې حال کې په هېواد کې د شدیدو اورښتونو، تالندې او سیلابونو اټکل ورکوي چې دوه اونۍ وړاندې د مرستې نړیوال اسلامي سازمان په هېواد کې نېږدې ۱،۵۰۰ کورنیو د زیانمنیدو خبر ورکړی و. د یاد وزارت د هوا پېژندنې ریاست تازه ویلي چې سبا پنجشنبه به هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، خوست، پکتیا، لوګر، غزني، دایکندي، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، پنجشیر، ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار ولایتونو کې شدید اورښتونو او سیلابونه د اټکل له مخې موجود وي. په ورته وخت کې اړوند ادارو او امنیتي ځواکونو ځای پر ځای هېوادوالو ته د اورښتونو او سیلابونو د زیانمنیدو وړاندې د تماس شمېرې ورکړي دي چې د اړتیا په صورت کې به د خپلو هېوادوالو حفاظت کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx