افغانستانخبرونه

بلخ کې ۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې

 

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غوایي ۵مه، ۱۴۰۳): د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې په بلخ ولایت چمتال لسوالۍ کې ۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه. په ورته مهال د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په کندز او ارزګان ولایتونو کې هم د ۲۵ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه د پاکیدو خبر ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم یاد د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویلي و چې په ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ سپین غر سیمه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو، ۸ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده. د همدې معینیت د مسوولینو په وینا، چې له لس میاشتو راهیسي د امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د حکم سره سم د نشه یي توکو پر کښت د هېواد په ټولو سېمو کې د کوکنارو په کښت بندیز لګيدلی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx