نړۍ

له کورونو شړل شوي وزیرستاني له تعلیمه هم محرومیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د روان کال د جون په ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د پیل کېدو سره که څه هم یو میلیون وزیرستانیانو هجرت وکړ، خو لا هم ډیری وزیرستاني په خپلو سیمو کې کلابند دي.

اوسمهال په رزمک، دوسلي او ګړي یوم سیمو کې تقریبا ۲ لکه پښتانه کلابند دي.

د بي بي سي اردو د راپور په اساس په دغو ۲ لکو وزیرستاني پښتنو کې زیات شمېر زده کوونکي دي چې تعلیمي کال یې ضایع کیږي. دوی له همدې امله سلګونو زده کوونکو تېره ورځ د رزمک په بازار کې لاریون وکړ.

دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان نورو سیمو ته د زدکړو لپاره لاړ شي او که نه یو تعلیمي کال به يې ضایع شي.

د رزمک څخه یو زده کوونکي عرفان الله بي بي سي ته ویلي چې دوی پېښور ته نه پريښودل کیږي او له همدې امله د دوی پوره یو تعلیمي کال ضایع کیږي.
د ساختمانۍ انجینرۍ بل زده کوونکي وايي چې د ده دوه امتحانه له پخوا پاتې شوې دي او اوس د وزیرستان څخه د وتلو لاره نه ګوري، ځايي چارواکي وايي چې نن او سبا مو پریږدو.

ځايي خلک وايي چې هر دوه ورځې وروسته درې درې ورځې کرفیو (ګرځبندیز) لګول کیږي او له همدې امله د دوی تعلیمي فعالیتونه په ټپه دریدلي.

د بنو په پوهنتون کې د ماسترۍ د دورې یو محصل زین الدین ویلي چې د حکومت رویه سمه نه ده او دوی سره د مور میرې چلند کوي.

«زموږ قیمتي وخت ضایع کیږي. د ځوانانو ذهنونه ناسمې خوا ته مایله کیږي. ټوله ورځ خو یا دوی لوبې کوي، یا موټر سایکل چلوي او یا په دکانونو کې کیني. دې سره مو ټولنه بربادیږي».

په وزیرستان کې د عملیاتو له امله یواځې تعلیمي فعالیتونه فلج نه دي بلکې کاروبار او روغتیايي ستونزې هم ورځ تر بلې زیاتیږي.

وزیرستان دغو کلابندو سیمو ته د خوراک څښاک سامان په اسانه نه پريښودل کیږي، تیل د نشت برابر دي او ځايي خلک د لرې لرې ځایونو څخه د خوراک څښاک اشیاء په کچرو او خرو راوړي چې له امله یې د اشیاء قیمت څو چنده لوړ شوی.

د روغتیا په اړه ځايي خلک وايي چې که د سیمې څخه بهر کوم ډاکتر ته ځې نو کافي ډیری وخت به ورته انتظار کوې.

ځايي اوسېدونکی عرفان الله وايي چې د زده کوونکو د ګرمیو رخصتۍ پای ته رسیږي، دوی ته دې د زده کړو لپاره لاره چاره برابره شي.

«حکومت ځوانانو ته وايي، چې وسلې وغورځوئ او قلم رواخلئ خو بیا په دې بهیر کې له دوی سره مرسته نه کوي».

د یادونې وړ ده چې که څه هم د عملیاتو وروسته ۸۰٪ سیمه له طالبانو پاکه شوې خو ددې سربېره هم دوی دربدره یو ځای او بل ځای ګرځي.

وزیرستانيان په اسلام اباد کې روان لاریونونه هم دسیسه ګڼي او وايي چې حکومت په دې سره د خلکو سترګې د ۱۳لکه وزیرستانیانو څخه اړوي.

د فرنټیر پوسټ خبریال او ژورنالست احسان داوړ وايي چې لاریونونه د وزیرستان څخه د خلکو د سترګو اړولو لپاره ډرامه ده. دی وايي چې رسنۍ څو زرو کسانو ته دومره تبلیغ کوي خو ۱۳ لکه انسانانو ژوند چې له خطر سره مخ دی، هيڅ نه وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x