افغانستاننړۍ

ذبیح الله مجاهد: افغانستان تازه سیاسي او اقتصادي ګامونه پورته کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غوایي ۵مه، ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه پر خپله ایکسپاڼه ویلي چې په دې وروستیو کې پلازمینه کابل د ګڼو ډیپلوماتانو او سیاسي هیئتونو د راتګ شاهد دی. نوموړي ویلي چې همدا نن تازه کابل د روسیې، مالیزیا، قرغزستان، قزاقستان، ترکمنستان، اروپايي اتحادیه اونور ځایي سفارتونه زمونږ له وزیرانو او چارواکو سره په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو په جوړلو بوخت دي. ښاغلي مجاهد صاحب اړیکو ته په اشاره ویلي چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی نظام دی او دا اوس جوته شوه چې هېواد مو په سیاسي او اقتصادي برخه کې ورځ تر بلې صعودي ګامونه اخلي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx