افغانستاننړۍ

نورالدین عزیزي: افغان ـ قزاق نندارتون د دواړو هېوادونو اقتصاد محوره اړیکې جوړوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غوایي ۶مه، ۱۴۰۳): د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغان ـ قزاق نندارتون پرانیستې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې د امنیت په راتګ پانګونې ته لاره هواره شوې. ښاغلي عبدالغني بریادر د یاد نندارتون پرانیسته د دواړو هېوادونو تر منځ مثبته بللې او د هېواد له داخلي او بهرني سوداګرو یې غوښتي چې په افغانستان کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي. بلخوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هم یادې پرانیستې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په تېرو درې کلونو اسلامي امارت توانیدلی تر څو له ګاونډیو، سیمې هېوادونو او نړیوالو سره ښې اړیکې جوړې کړي. نوموړي امیر خان متقي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د بې پلوه او شفاف سیاست له ډګره هم توانیدلی چې اوس الحمد لله په افغانستان کې ۳۸ هېوادونه سیاسي نماینده ګۍ لري. په ورته مهال ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم ویلي چې دا ډول نندارتونونه کولی چې د هېوادونو په اقتصاد او سیاست کې مهم رول ولوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx