افغانستانخبرونه

شیخ شهاب الدین دلاور: په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه مساعده شوې ده

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غوایي ۶مه، ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور له جنوبي افریقا څخه راغلي علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي. د لیدنې په پېل کې شیخ شهاب الدین دلاور راغلو وګړو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زمینه برابره شوې. له جنوبي افریقا څخه راغلي سوداګرو او علماوو د هېواد د کاني زېرمو سرو زرو، مسو، تېلو او ګازو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د همکارۍ غوښتنه یې کړې. ښاغلي شیخ شهاب الدین دلاور د دوی پانګونې ته په اشاره ویلي “افغانستان د سرو زرو، اوسپنې، مسو، لیتیمو، سرب او جستو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، د نفتو او ګازو خورا زیاتې کاني زېرمې لري.
‏د هرات د نفتي حوزې د ۱۱ بلاکونو په ګډون یو شمېر نورې پروژې اعلان ته سپارل شوي دي، که لېوالتیا لرئ کولای شئ په دغو پروژو کې پانګونه وکړئ”.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx