افغانستانخبرونه

مرستندویه موسسې: سږ کال په پنجشېر کې د پراختیا لپاره ۸ میلیونه ډالرو پانګونه کوو

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غوایي ۶مه، ۱۴۰۳): د پنجشېر د والي وياند سيف الدين لټون وایي، چې تېر کال په دغه ولايت کې د موسسو له خوا د ٥،٧ ميليونه ډالرو په ارزښت پراختيايي پروژې پلي شوي دي. په ورته مهال یادو د ځینو مرستندویه موسسو له خوا ددغه ولایت والي ته ویل شوي چې سږ کال به په پنجشېر کې د پراختيا برخه کې له اتو ميليونو ډالرو زياته مرسته وکړي. بلخوا د همدې ولایت ویاند عابدالله فاروقي وایي چې په دې وروستیو کې پنجشېر ته د بهر هېوادونو سیلانیان را زیات شوي چې دا داخلي او خارجي سوداګرو ته په پنجشېر کې د پانګه اچونې وړاندیز هم کیدلی شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx