واشنګټن: سوریه کې د امریکایانو په خلاصون کې ناکام شوي یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» وايي چې امریکايي ځواکونو په سوریه کې د اسلامي دولت سره د یرغمل شوو امریکايانو د خلاصون لپاره په دې وروستیو کې ځکمني او هوايي عملیات ترسره کړل خو ناکام شول.

د پنټاګون ویاند جون کیربي ویلي چې دوی د اسلامي دولت دننه په یوې ځانګړې شبکې ترکیز وکړ خو دوی له دې امله ناکام شول چې یرغمل شوي امریکایان په دغه نښه شوي ځای کې نه وه.

که څه هم د پنټاګون ویاند ددغو عملیاتو چې څه وخت ترسره شوي، څرګند نه کړ خو تر دې وړاندې د ولسمشر اوباما مرستیالې لیزا موناکوا ویلي و چې ولمسشر اوباما ددغو امریکایانو د خلاصون لپاره په روان دوبي کې د عملیاتو اجازه ورکړې وه.

سپينې ماڼۍ او پنټاګون تر دې مهاله د یرغمل شوو کسانو هویت او شمېره نه ده ښودلې او نه یې هم دا په ډاګه کړی چې دوی څومره امریکایان ژغورلي دي.

تر دې وړاندې اوباما د امریکايي ژورنالست د وژنې د ويډیو په غبرګون کې ویلي و د اسلامي دولت پر ضد له خپلو اتحادي هېوادونو سره په ګډه کار پیلوي.

اسلامي دولت د سه شنبې په ورځ د امریکايي ژورنالست د وژنې ویډیو خپره کړه. دوی ددغه امریکايي وژل د امریکا بمبارۍ ځواب ښودلی.

اسلامي دولت همدا راز امریکا ته ګواښ وکړ چې که یې بیا بمبارۍ وکړې نور امریکایان چې له دوی سره دي، ووژني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د