افغانستانخبرونه

پاسپورت ریاست په ننګرهار کې ۳۷ زره ۵۵۰ پاسپورټونه ویشتلي دي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غوایي ۶مه، ۱۴۰۳): ‏د پاسپورت عمومي ریاست وایي چې په ننګرهار ولایت کې مو مسوولینو په تېر یو کال د شفاف ویش له لارې ۳۷ زره ۵۵۰ پاسپورټونه ویشتلي دي. په ننګرهار کې د قومندانۍ ځایي مسوولینو په وینا، چې له یادو پاسپورټونو له ویش مو د دولت خزانې ته ۲۲۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ تحويل کړي دي. په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله اداره وایي، که څه هم په تېرو لسو کلونو کې د پاسپورټونو د ویش په بهیر کې رشوت موجود و، خو په دې وروستیو کې د کمیشن او رشوت کچه را ټیټه شوې او د شفاف ویش له لارې د پاسپورټونو د ویش بهیر چټک شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx