افغانستان

متقي: درې هېوادونه د داعش د تدریج پروژه په غاړه لري

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غوایي ۶مه، ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغان ـ قزاق نندارتون پرانیستې غونډې ته په وینا کې ویلي چې معلومات مو تر لاسه کړي درې ګاونډي هېوادونه په افغانستان، سیمې او نړۍ کې د داعش د تدریج پروژه په غاړه لري.

ښاغلي  متقي یادو درې هېوادونو ته په اشاره وایي، یو یې بشري قوه ورکوي بل یې د روزنې، تمویل او ترویج کار پرمخ وړي او بل هېواد یې بیا بریدونو کولو ته رسوي.

نوموړي وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره زمونږ پالیسي واضح ده چې د افغانستان خاوره به د چا په خلاف نه کارېږي.

هغه زیاته کړه چې په تېرو درې کلونو اسلامي امارت توانیدلی تر څو له ګاونډیو، سیمې هېوادونو او نړیوالو سره ښې اړیکې جوړې کړي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزیر یادونه کړې چې د بهرنیو چارو وزارت د بې پلوه او شفاف سیاست له ډګره هم توانیدلی چې اوس په افغانستان کې ۳۸ هېوادونه سیاسي نماینده ګۍ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د افغانستان اسلامي امارت بايد په هيڅ ډول او په هيڅ وخت کې په دغه درې ګاونډیو هېوادونو دوستې باور ونه کړي. دا معلومه ده چې تاجکستان او پنجابى پاکستان د داعش په جوړولو او استعمالول کې لاس لري.

غلام حضرت

۱- پاکستان
۲ – تاجکستان
۳ – ازبکستان

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx