افغانستان

سرحدي ځواکونو ۶ ایراني سرتیري نیولي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غوایي ۶مه، ۱۴۰۳): د فراه ولایت په “ابو نصر فراهي” بندر کې د اسلامي امارت ځایي امنیتي ځواکونو لخوا ۶ تنه ایراني سرتیري نیول شوي دي.

یاد بندر سره نږدې ځایي مسوولینو نن ټکی اسیا ته تایید کړې چې نیول شوي  وګړي په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي چې ناقانونه د افغانستان پولو ته را دننه شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې څو ځلې د اسلامي امارت پوله ساتونکو د مخدره موادو او قاچاق په تور ایراني وګړي نیولي دي، خو د ایران چارواکو یوه اونۍ وړاندې ویلي و چې دا ډول پېښې د هیچا په ګټه نه دي

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx