نظــر

زموږ‎ مشران

عبيدالله علم- لندن

مشران دې رب همداسې د تقوا او پرھیزگارۍ نه برخمن لري. سپیڅلتیا یې زاړ‎ہ وختونه را په زړ‎ہ کړ‎ل.
د اشغال پر مھال به مو د لندن میشتو ملگرو سرہ د امارتي مشرانو په سر تاودہ بحثونه کول؛ خو د ډیریو به قناعت نه حاصلیده او بیا په بله ورځ به يې بد جمهوریت ننگه کوله، مایوس به شوم چې دا حقه لار ولې نه مني؟!

کله به يې راته د یو مشر په کراچۍ کې د خیالي شتمنۍ پیغور راکاوہ او کله به يې بل مشر د قطر د کوم شیخ کاروباري شریک باله، کله به يې چین، ایران روسیې، پاکستان او نورو پورې تړل او کله به يې هغه توهینونه کول چې زه به د مجلس څخه د وتلو او یا د جنجال د جوړولو لامل شوم.

داسې وخت هم راغلی چې همدې موضوعاتو باندې به سره خفه شولو.
یوه ورځ یوہ راته خپل یو انځور چې ږیره یې خریلې وہ، راولیږلو.

ما پیغام ورواستوہ چې ولې ظالمه؟ ولې دې داسې وکړ‎ل!
راته کړ‎ل یې: ستاسو له ضده مې داسې وکړ‎ل. خو زما د صبر امتحان و.
چې کله امارت د فتح په درشل کې و، اړیکې مو زیاتې شوې. خو بیا هم اف او ان کیدو. ملګرتیا مو ساتله.

د اشغال په وخت کې مې لومړنی انلاین کانفرانس ترتیب کړ او ځېنې هغه ملګري چې د لويديځ د رسنيو تر سیوري لاندې ناست ول، هم دعوت کړل.

د عالیقدر شيخ الحديث دلاور صاحب سره مو د قطر د دفتر له دیارلسو مشرانو سرہ زوم میټنګ وکړ.

درې نیم ساعته مو په ژوندۍ بڼه محلس وکړ. شیخ دلاور صاحب هغه خبرې وکړې چې نن یې ټول د حقیقت په میدان کې وینو.

پس له مجلسه مې مختلف نظریات واوریدل، زما ایمان دا منل چې د شیخ صاحب خبره سمه دہ او ان شاالله چې دا نظام به د خلکو د خوښۍ او د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو نظام راځي.

راځم اصلي موضوع ته؛
د اروپا نه یو څو کسان چې د فعلي اسلامي نظام د تخریب لپاره یې یو عمر کار کړی و، د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو لیدو لپاره ورغلل، مشرانو سره یې ولیدل، عکسونه او ویدیو ګانې یې هم وکړې

ماته يې زنګ وھلی و چې په الله ج باور کوه ستا هغه خبرې مې چې ستاسو نه په غوږو اوریدلې وې، نن په سترګو ولیدې.

افغانستان یو آزاد اسلامي هېواد دی، نظام کې هغه مشران کار کوي چې زمونږ د ټولې ډلې سوالونه په جیب کې او خوله مو وازه پاتې وه.

خو قسم په خدای چې دا وطن جوړیږي. زمونږ مشرانو سره کوم جادو نشته بلکې خاکساري، زحمت او صداقت موجود دی.

نن له حده زیات خوشحاله یم چې الله زمونږ هغه دلیلونه په حقیقت بدل کړ‎ل.
مشرانو ته دې الله عزوجل اوږد ‎عمر ور نصیب کړي.
امین یارب.
نوټ:
راتلونکې کې به د وفد شمول کسانو معلومات شریک کړم چې په پیژندلو کې مرسته وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx