نړۍ

امریکا: ژر ده چې اوکراین ته پاټریاټ هوایي دفاعي سیستم ولېږدوو.

نن ټکی اسیا ( شنبه، غوایي ۸مه، ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوئيد اسټین ویلي، ژر ده چې اوکراین ته پاټریاټ هوایي دفاعي سیستم ولېږدوو.

د نوموړي په وینا، په یاد پاټریاټ دفاعي سیستم سره به د روسیې د هوایي بریدونو مخنیوی وشي او ورسره د پوځي ځایونو او خلکو ژوند هم وژغورل شي.

ښاغلي لوئید اسټین زیاته کړې، چې په یاد پاټریاټ دفاعي سیستم شپږ میلیارده ډالر مصرف شوی دی. د یادولو ده چې دا شپږ میلیارده ډالر دفاعي مرسته د هغه ۶۰ میلیارده ډالرو پوځي مرستو یوه برخه ده چې تېره چهارشنبه د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د ورکړې توګه لاسلیک کړه.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د رویټرز خبري اژانس راپور امریکایي چارواکو هم تایید کړ، چې اوکراین ته مو د روسیې پر خلاف اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ‘وېدانت پټېل’ ویلي چې متحده ایالاتو د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه یاد اوږد واټنه ATACMS توغندي اوکراین ته ور کول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx