افغانستانخبرونه

د بهارک ولسوالۍ لویه لار د خلکو پر مخ د اورښتونو له امله تړل شوې ده

نن ټکی اسیا ( شنبه، غوایي ۸مه، ۱۴۰۳): د بدخشان ولایت د اطلاعاتو کلتور رییس وایي چې ددغه ولایت سره د بهارک ولسوالۍ لویه لار د تېرې شپې د شدیدو اورښتونو او سیلابونو له امله د موټرو پر مخ تړل شوې ده.

ددې ولایت د اطلاعاتو کلتور رییس انجینر ذبیح الله امیري له خلکو غوښتي چې په یاده تړل شوې لاره له تګ ـ راتګ ډډه وکړي او د فواید عامې وزارت د مسوولینو تر راتګ دې ټول تم شي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د هوا پېژندنې ریاست ویلي و، چې هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، خوست، پکتیا، لوګر، غزني، دایکندي، روزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، پنجشیر، ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار ولایتونو کې به شدید اورښتونه او سیلابونه د اټکل له مخې موجود وي.

په ورته وخت کې اړوند ادارو او امنیتي ځواکونو ځای پر ځای هېوادوالو ته د تماس شمېرې ورکړي چې له زیانمنیدو وړاندې له دوی سره په اړیکه کې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx