خبرونهنړۍ

خلیل الحیه: د اوربند په اړه به اسرایېلو ته له ارزونې وروسته ځواب ورکړو

نن ټکی اسیا ( شنبه، غوایي ۸مه، ۱۴۰۳): په غزه کې د حماس غورځنګ مرستیال خلیل الحیه وایي چې د اوربند په اړه مو د اسرایېلو ځواب تر لاسه کړی او مونږ به یې تر ارزونې وروسته جواب ورکړو.

نوموړي مرستیال خلیل الحیه نور څه نه دي ویلي، خو د امریکا د پوځي مرستو کڅوړه چې له یو شمېر هېوادونو لپاره یې ځانګړې کړې په اړه خواشیني ښودلې.

د امریکا ددغه پوځي مرستو ارزښت ۹۵ مېلیارد ډالره دی چې له دې څه باندې ۶۰ مېلیارد ډالره اوکرایین او ۲۶ مېلیارد ډالر یې اسراییل، ۹٫۱ مېلیارد ډالر یې د غزې او سوډان اوسېدونکو د بشرپاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره او ۸٫۱۲ مېلیارد ډالره یې د سیمې، هند، ارام سمندر او تایوان د امنیت ټینګښت ته ځانګړي کړي دي.

د اوربند په اړه د حماس ډلې د ارزونې چوپتیا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر رسنیو ویلي قطر او مصر پر حماس سیاسي مشرانو فشار راوړی، ترڅو له اسرایېلو سره د اوربند په تړاو خپل دریځ نرم کړي، خو د حماس ډلې پوځي ویاند ابوعبیده څو ورځې وړاندې ویلي و چې ” موږ د خپلو خلکو قربانۍ ته تل ژمن یو او هيڅکله د چا فشارونو ته نه تسلېمېږو”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx