افغانستانخبرونه

ذبیح لله مجاهد: اسلامي امارت د ثور د ۷مې نېټې کمونیستي کودتا غندي

نن ټکی اسیا ( شنبه، غوایي ۸مه، ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه د ثور ۷مه، کمونیستي کودتا غندلې او ویلي یې دي چې ۴۶ کاله وړاندې په ۱۳۵۷هـ ش کال پردي پالو کمونیستان پر افغانستان کودتاه وکړه، چې له امله یې زمونږ هېوادوال له ناورینونو، بد مرغیو، ځاني او مالي تکلیفونو سره مخ شول.

نوموړي همدا راز ویلي، چې ددې خونړۍ کوتاه له امله یو نیم میلیون افغانان شهیدان او په میلیونونو مهاجر، بندیان او تر خاورو لاندې ژوندي خښ کړای شول، خو لله الحمد وروسته له ۱۴ کلونو د مجاهدینو په قربانیو افغانستان له کمونیستي اشغال څخه ازاد او مجاهدینو بریا تر لاسه کړه.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د ثور د ۷مې نیټې کمونیستي کودتا او توره ورځ غندي او همدا راز د ثور ۸مه، تاریخي ورځ لمانځي او د هېواد د آزادۍ ورځ یې بولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx