نظــر

دجالي خرو (هندوانو او سیکانو) قران سوځلی

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

په خواشینی سره می د هندوانو یا سیکانو له خوا د قران عظیم الشان د سوځلو تصویر تر سترګو شو چه فیسبوک کی نشر او خپور شوی وو . کله چه می د دجال د خرو دغه ناوړه عمل ولیدلو لازم می ولیدله  چه د غندلو او غبرګون  ښودلو دپاره   دمسلمانانو ورونو  او مظلوم بشریت سره شریک او د ډموکراسی او مدنیت نوی تحفه ورته وړاندی کړم  او نړیوالو ته دا په ډاګه کړو چه څوک تروریستان او څوک په رښتینی انسانان دی :

د قران سوځول د قران او مسلمانانو کموالی او بی عزتی نه ده ، بلکه د کفری نړی او دهغوی د غلامانو خرو په  وحشت ، حماقت ، جهالت او حیوانیت په ډاګه کوی حتی حیوانیت پری شرف لری ، الله ج فرمایی چه د کفارو مثال لکه د مړو دی مړی کله  تفکر ، قضاوت ، کړنی ، تدابیر او تصامیم نیولی  او تر سره کولی او یا خپلواکی لری حتی ګټه او تاوان ځانته رسولی نه شی د مړو مثال یی یوه کوچنی تشبیه ده  ، د دوی په هکله قران ډیر نور تشبیهات هم کړی فرمایی دوی سترګی ، غوږونه ، ژبه او زړه لری مګر هغه سترګی ، ِغوږونه ، ژبه او زړه چه حق پری ووینی ، حق پری واوری ، حق پری ووایی او حق ومنی نه لری  یعنی هسی بی روحه بتان دی .
د دوی همدا د قران سیزل  د دوی د حیوانیت ، احمقی او لیونتوب  په معنی دی ، نورو ته  کنځل  او توهین کول  خپله د هماغه کنځل کونکی او توهین کونکی د پاره د کنځلو او توهین دی د همدی امله اسلام مونږ خلکو ته له کنځلو ، بی عزتیو او  توهینولو منع کړی یو حتی د کنځلو ځواب باید په کنځلو ورنګړو  ،  دا چه دوی د الله ج  کتاب سیزی  په حقیقت کی دوی خپل  انسانی هویت او کومه سپیڅلتیا او معنویات  که لری ، له منځه وړی ، که دوی دا فکر کوی چه د قران په سیزلو به اسلام او مسلمانان کمزوری شی ، برخلاف د اسلام حقانیت نور هم په ډآګه او د مسلمانانو د سپیڅلتیا ، پیاوړتیا او غښتلتیا معنی لری هره ورځ ، هره اونی ، هره میاشت او هر کال پکی همدا هندوان ، سیکان ، بودایان ، صلیبیان ، یهودان او نور ننوځی په اسلام مشرف کیږی ، همدا کار خو لوی دجال ( بوش ) او متحدینو یی د سپټمیر د تراجیدی پيښی په رامنځته کولو هم  تر سره کړو چه د مسلم او غیر مسلم خلکو تر منځ  فاصلی زیاتی، کرکی او دشمنی ایجاد کړی  ، له نیکه مرغه که د نړیوال دهم د پخوا په شان غفلت ، ناپوهی او جهالت کی پاتی نه دی مسایل او قضایا کورکرانه  نه منی  قضاوت کوی او مسایل هغسی چه دی ځانته روښانه کوی له څه وخت وروسته هغوی ته پته ولګیدله چه د سپټمیر پیښه د چا له خوا او د څه د پاره رامنځته شوه تاوانونه یی چا اوچا ته او ګټی یی چا او چاته رسیږی .
د جالانو د سپتمیر په هماغه  لوی  جنایت  او لویه  فاجعه کی (( چه څه کم دری زره  بی ګناه انسانان  یی پکی ووژل او د هغوی د غچ اخستلو په پلمه یی په زرونو نور غریب امریکایان  او اروپایان ووژل او وژل کیږی ، د میلونونو  مسلمانانو وژنه خو یی په  ملګرو ملتو ځانته  روا کړی چه دهشت ګر دی د هغوی وژنه خو ثواب ګڼی  )) یی له لمړی هدف همدا چه په لویدیز کی د مسلمانانو او غیرمسلمانانو تر منځ فاصله ایجاد کړی او له مسلمانانو خلک په ییره کی واچوی کرکه او ویره تری ولری نو په دی واسطه به یی  د اسلام د خپریدلو مخه نیولی وی ، دوهم هدف یی همدا چه په نړی کی د اسلامی نظام مخه نیول او د فعال مسلمانانو ختمول وو که په دی کار بریاوی تر لاسه کړی  د  نړیوال حکومت تاسیسولو  ( د خدایی دعوی ) ارمان به یی تر سره او دوی به نړیوال پولیسان او قاضیان شی .
د دوی دا مظالم ، وحشت او فاجعی  د مظلوم بشریت او  د الله ج څخه د هغه دخدایی غصبولو د پاره دی یعنی د دوی نړیوال حکومت تاسیسولو هدف همدغه د خدایی دعوی ده  چه دوی څه حراموی هغه باید حرام او چه دوی څه حلالوی هغه باید حلال شی او دخپل استثمار د پاره تول مظلوم بشریت دیوی واحدی قوماندی لاندی راولی او د هغو استثمارولو او غلامولو ته قانونی بڼه ورکړی او د سړغړونو په صورت کی ورته لازمی سزاوی حتی د مرګ سزاوی هم واوروی چه نور د سرغړونو جرات ونه کړی  .
د الله ج سره یی مقابله ده او دالله ج سره مقابله د غره سره ډغری وهل دی . الله ج مخکی له مخکی د دوی له حیلو ،  شیطانی پلانونو ، فتنو او تدابیرو  خبر او مخکی له مخکی یی په هماغه خپلو پلانونو او تدابیرو کی ماتوی او  رانیسی او د الله ج نیول هم څه کوچنی ، ساده اواسانه خبره نه ده . نړیوال استثمارګر چه دکومی ستونزی د حلولو د پاره د سپټمیر فاجعه رامنځته کړه چه هغه د اسلام او اسلام نظام مخنیوی وو برخلاف  له څه چه ویریدل په هماغه کوهی کی ولویدل یعنی اسلام  په لویدیز کی چه  له عامو خلکو پټ پاتی وو او یا هغه سرچپه اسلام چه دوی ورته ښودلی وو معلوم وو له نیکه مرغه  د سپټمبر د پیښی په رامنځته کیدلو د لویدیز مظلوم عوام چه ( هغوی هم د دغه استعمارګرو د استثمار لاندی دی ) له اصلی اسلام اګاهی تر لاسه کړه او اسلام یی د دوی له استثمار او غلامی ژغورلو یواځنی د حل لیار وګڼله او د دغه یهودی استثمارګرو هغه د څو مخیو او وحشت نقاب لیری شو چه په دی واسطه  هر اونی په لسوګونو خلک په اسلام مشرف کیږی .
همدارنګه  په اسلامی نړی کی چه له ډيره وخته یی د دموکراسی د پاره شیطانی او فریبنده تبلیغات کړی وو او د موکراسی یی له اسلام هم مخکی کړی وه ، د دی دموکراسی د پاره یی یو شمیر بی دینه ایزمیانو ته  چه د صلیب  لیندی ( نیکټایی ) ورپه غاړه کړی وی او حتی ځینی بی ضمیره د ربانی او سیاف په شان علماوو ته چه اسلام یی  د ډالرو د تر لاسه کولو د پاره زده کړی وو ،  ته یی دستور ورکړی وو چه اسلام د دموکراسی سره په ټکر کی نه بلکه موازی وښیوی او په عین حال کی چه موازی دی زوړ او له کاره لویدلی یی معرفی کړی  نو په دی واسطه به عوام داسی فکر وکړی چه دموکراسی یعنی نوی ، متمدنه او مترقی اسلام دی اواسلام به یواځی د مسجد ، هدیری او نورو رواچی کړنو د پاره محدود کړی او د سیاست له میدانه به یی منزوی کړی .
د سپټمبر د فاجعی په رامنځته کیدلو مسلمانانو ته پته ولګیدله چه ټوله نړی د نړیوالی مافیه په واک کی پریوتی او د دی پیښی په رامنځته کیدلو غواړی ټوله نړی دیوی واحدی قوماندی لاندی راولی د همدی خاطره چه هر څوک د نړیوال حکومت ( د خدایی دعوی ) مخالف وی بوش وویل هغه زمونږ دشمنان او چه څوک ورسره موافق دی هغه زمونږ دوستان دی نو دی کار که ټولی شیطانی قوتونه متحد کړل خو په څنګ کی یی الهی قوتونه هم متحد شول او د اسلامی نړی د مجاهدینو قومانده هم یوه او یا یوی ته نزدی او جهادی روحیه او پیاوړتیا یی هم څو ځلی زیاته شوه ،په انسانی تاریځ کی داسی نه ده پیښه شوی چه توله شیطانی نړی دی د یو ځو زریز جهادی ګروپ سره ۱۴ کلونه وجنګیږی او اخره کی دی هم د هر اړخیزو شرمیدلو ماتو سره مخ وی ، په اوله کی دی خبرو کولو سیال نه ګڼی خو په اخره کی دی ورته د خبرو کولو د پاره ورته ننواتی کوی ، واسطی دی ورته ګوری ، او د باور پيدا کولو د پاره دی ورله پنځه قهرمانان وزیران د ګوانتانامو له جهنم ازادوی ، او په نړیوله کچه د دواړو خواوو تر منځ د قطر په منځګړیتوب  د یوه عادی عسکر په مقابل  کی د پنځو قهرمانانو تبادله وشی .  دا که د دوی د شرمیدلی ماتی او د مجاهدینو د بریاوو ثمره نه وی نور څه دی؟  .
د مجاهدینو جهادی پیاوړتیا ( چه دوی یی تروریستان ګڼي ) څو ځلی زیاته شوه  ،نړیدلی او شړیدلی  دیموکراسی یی  په مصر ، فلسطین او افغانستان په ټاکنو کی په ډاګه شوه چه دیموکراسی  هغه شعار ( چه دخلکو حکومت ، د خلکو له خوا ، په خلکو باندی ) دروغ دی  د دموکراسی اصل مخ دادی چه ( د یهودی ماسونیستانو حکومت و  د امریکا له خوا ،  په هغه مظلوم اولس باندی ) ملګری ملتونه ، دموکراسی ، حقوق بشر ، حقوق زن ، ټاکنی ، د بیان ازادی او داسی نور غوړ او خواږه شعارونه هماغه د کمونستانو د کور ، کالی ، ډوډی شعارونه وو چه کله یی سیاسی قدرت تر لاسه کړو له خلکو یی نه یوآخی کور کالی ډوډي واخستل حتی د هغو ځاوره ، د هغو خلک او خپلواکی یی هم تری په زور غصبت کړل عین فارمول د دموکراسی دی چه له مونږ یی خاوره ، خلک او خپلواکی غصب کړه  . له نیکه مرغه  د ۱۴ کلونو وحشت او وژمنو په اوږدو کی زمونږ خلک په دی پوه شول چه زمونږ خاوره ، خلک او خپلواکی د نړیوالی  دموکراسی له خوا غصب شوی په مقابل کی یی ملی او اسلامی مقاومت پیل کړی او د بریاوو په درشل کی دی . چه جهاد دروسانو تروخت هم پیاوړی او غښتلی شوی دی .
دموکراسی د نړیوال استعمار د استثمارولو او غلامولو دام او قفس دی ، د ازادی بیان یی هماغه چه د دوی د کړنو او غلامی اداری ښه یادونه کوی ، ټاکنی یی همدا چه د دوی د ګټو ساتونکی کوم غلام رایوی خپلی کړی که نه د درغلیو بازار ګرم او یا د کودتا ګانو لړی پيل شی ،   یعنی دموکراسی لکه د کمونستی په شان د دوی د وحشت ،  استثمار او غلامولو وسیله ده  او د دی لاسته راوړنو د پاره باید جنګ باید دوام ولری  ( اوبه خړی کړه ماهی ونیسه )   همدغه ټولو مظالمو او وحشتونو ، خلکو وژنو ، بی عزته کولو غلا او درغلیو ټول اولس دی ته مجبور کړو  چه د اسلامی نظام د پیاده کولو دپاره سره مټی راونغاړی د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی د دفاع د پاره تر دی لیواله دی چه مرګ له دوی ډاریږی د  ځّانونو په الوزول معنویات تر لاسه کوی که نه د ټولی پرمخ تړلی نړی سره چه ډيری زیاتی پيسی ، وسلی او وسیلی هم ورسره دی دومره اوږد او بریالی جنګ که د الله معجزه او ددی خلکو قوی ایمان او مورال نه وی کیدنکی نه وو . ټوله کفری نړی (  سره د دی چه د پیسو ، وسلو او وسیلو  کمیت او کیفیت یی  دمجاهدینو سره د مقایسی وړ هم نه دی )  یی د هر اړخیزو شرمیدلو ماتو سره مخ کړه .
د دوی تر ټولو لویه اغیزمنده وسله او وسیله همدا چه  د ګوندونو ، قومونو او نورو  فتنو په واسطه  په اسلامی هیوادونو کی مسلمانان ویشی ،  بی ځانه او بی ضمیره  کوی  ( وویشه حکومت وکړه )   ، دوی په خپلو پرمخ تللو پلانونو ، ډالرو او مرمیو غره وو فکر یی کولو چه مجاهدین به څو اونیو او میاشتو که مهار او له منځه یوسو وایی میاشتی دی تیری شوی کلونه دی شمارمه ، ۱۴ کلونه تیرشول د مجاهدینو مهارول خو پریږده دوی مهار شول او دڅه پسی چه راغلی وو ټول ورته ګډ ود او د هر اړخیزو بی عزتیو او دروغ سره مخ شوی  الله ج  دجالانو ته په عراق او افغانستان کی  داسی ترخه څپیړه  په مخ  ورکړه  د مجاهدینو  مهارول ورته داسی  څه جوړ شول چه نه یی غورزولی ، نه یی تیرولی او نه یی هضمولی  شی . د دی په ځای چه د اسلامی نظام مخه ونیسی دموکراسی یی  ناروغی  ، ملوثه ، بدنامه ،  بی وسه او بی کسه  شوه  خوږی او رنګینی جامی  تری ووتی  زهرینی او ملوثی  کولمی یی ( چه بشریت یی بری تباه کړو ) بربنډی شوی  لکه  کمونست یادول چه کنځل دی  د دموکراسی یادول تر کنځلو هم اوښتی دی  د نوم یادولو څخه یی خلک استفراق کوی ، دجالان د مسلمانانود مهارولو په ځای خپله  مهار شول  حیران پاتی څه وکړی چاته پناه یوسی او له چا مرسته وغواړی  وایی اوبو اخستی کاڼو او بوټو ته لاس اچوی او چه کاڼي بوتی هم په لا ورنشی تشی هوا ته هم لاسونه اوږده کړی یعنی خیالی بریاوی یادوی ، بی ادبی معاف  وایی ( سپی چه خوار شی خپلی خوټی تلی )  هندوانو ، سیکانو ، بودایانواو نورو ته   د قران سیزلو فتنو او نورو د پاره رشوت ورکوی چه مسلمانان  په نوو  دشمنیو کی ننباسی او د مجاهدینو له فدای یرغلونو دیو وخت د پاره وژغورل شی .
ویل کیدل چه دجال به په خره سپور دنړی هر ګوټ ته رسیږی مګر  دا پوښته  زما سره وه   چه دجال د خره په ځای ولی تر خره بهتره لکه اسپ ، اوښ او نورو  شیانو  نه سپریږی هغه سره خو دمادیاتو کمی نه وی خلکو ته جنتونه او دوزخونه ورکوی  ؟  ځواب یی دا چه دجال لوی شیطان او الله ج ورته ځینی ځانګړی وړتیاوی ورکړی  په بیچاره خره سپریدل  اوهغه هم په خره باندی  د نړی ګوټ ګوټ ته رسیدل کله کیدی شی  او دی د خدایی دعوی هم ولری ،وحشی او ظالم دی هم وی او په خره به سپریږی او زمونږ کمزوری  کرزی صاحب په مرمی ضد ګاړو کی چکری وهی ؟  اسلام منطقی دین دی الله ج چه هر څه قدرت هم لری د باران کولو د پاره باد ، وریځی او د سړو تودوخو درجه د بارانه کولو د پاره  اول سمه  بیا باران کیږی  د دجال خر هم دا معنی نه لری چه دجال به په خره سپریږی یعنی د دجال نظریات ، خدایی او غوښتنی به د خرو په شان ناپوهه کسانو باندی لکه د کرزی غلامه اداره او یا هغه هندوان چه قران ته یی اور اچولی اغیزه کولی شی  . یعنی د ربانی ، سیاف ، کرزی ، عیدالله ، غنی او  نور  جاهلان او ناپوهان به د دجالانو خره وی دغه هندوان ، سیکان ، بودایان او داسی نور د یو څو دالرو په ورکولو   چه ورته وایی ( مرغی والوته)  وایی مرغی والوته ، قران عظیم الشان وسیزه  ،  قران سیزی . د پیغمبر پسی رشدی  د سپکو سپورو کتاب لیکی ،  یا د پیغمبر کاریکاتور او یا د اسلام ضد فیلمونه او ډرامی جوړوی او خپروی  .
دغه بی ځانو ، بی ضمیرو او ناپوهو هندوانو یا سیکانو  ( چه کله خرو او کله غواګانو او بتانو ته سجدی کوی) د دجالانو په قومانده او دستوردی ته هم فکر ونکړو چه د مسلمانانو سره مونږ په زرهاوو پیړیو شریک کلچر او فرهنګ لرو ورسره ګاونډیان یو ، ګډ تاریخ او ګډ حکومت لرو او او … د نړیوال یهودی استعمار د هند د څو سوو میلونو خوابدی او دشمنی ولی واخلو او لږ تر لږه خواږه زړونه ولی ترخه او مړاوی کړو مګر دا چه دوی خره او کم عقل وو وایی د خره عقل په ښنګرو کی دی د یو څه مادی لاسته راوړنو د پاره یی یوی اړیکی ته هم درناوی ونکړو په ډيره بی غیرتی او بی ننګی او دوسی یی د یو نیم بیلونو مسلمانانو د سپیڅلی کتاب   بی عزتی یی وکړه  وایی اول جرم یا مرګ سخت وی کله چه یو جرم وکړی بیا نور جرمونه سړی ته اسان شی کیدی شی دوی دا ډول جرمونه مخکی هم ترسره کړی وی او په راتلونکی کی به یی هم تر سره کړی ځکه دوی خره دی هغه څه نه لری چه تری وشرمیږی او ځان ملامت کړی او ددی په ځای چه له خپلو مټو کار واخلی په دغه بی ننګی خپله کورنی ساتی هغه کورنی به یی هم ددوی په شان خره لوی شی او اولنی ستونزی به هم دوی ته پیښوی او وروستی نسل به یی هم ددوی په شان د دجالانو خره وی او هر څه چه پری دجالان باروی د پلرونو په شان  په هغه منزل ته رسوی.
دخره په ځای اسپ ولی  نه دی یاد شوی ؟
ځکه چه اسپ تر خره هوښیار او عزتمند دی شاهان ورباندی سپارلی  کوی او د جال تر ټولوخبیث ،  سپک او د خالق اومظوم بشریت  دشمن دی  او خر په حیواناتو کی کم عقل او ذلیله حیوان دی ( چه لیوه ورباندی پیښ شی  په دی خاطر سترګی پټوی ( چه زه یی  نه وینم ما به هم نه وینی ) ځکه یی  دجال ته د خره نوم خوښ کړی اسپ ، اوښ ، غویی پسه او نور یی ورته نه دی خوښ کړی که نور وی له یوی خوا به د دجال ذلیلتیا کمه شوی او له بلی خوا کیدی شو هغوی د دجال هر نظر او کړنی نه وی منلی  یعنی کیدی شو په ځینو مواردو کی به یی د دجال له بندګی سرغړونه کولی ، دا چه هندوانو زمونږ سپیڅلی قران  سیزلی ، دا معنی چه دوی د خروپه کچه کی قرار لری عقل او شعور نه لری د لږی لاسته راوړنی په سر لویی لاسته راوړنی له لاسه ورکوی  دوی هماغه د دجال یا دجالانو خره دی  هم ناپوهه ، سپک او فطری ذلیله دی .
دا ډول کړنی لکه د قران سیزل ، د اسلام په ضد فلمونه ، کریکاتورونه او شیطانی کتابونو او داسی نور )  پخوا نه وی دامعنی چه مونږ د دجال په پیړی  یا دجالی سیستم کی اوسیږو باید خپلو کړنو کی تل محتاط  او دالله ج لار ښودنی عملی او د دجال له فتنو وډاریږو الله ج ته پناه یوسو دعاګانی ورته وکړو چه ددجال له فتنو مو وژغوری  د همدی د پاره د جمعی په ورځ لږ تر لږه د لسو ایتونو تلاوت توصیه شوی دی یعنی دلته د دجال له خره څخه هغه خر نه دی چه دجال پری سپریږی بلکه  د دجال خره پلویان دی چه د لږو مادی پیرزونی په مقابل کی ورباندی د یونیم بیلون مسلمانان سپیڅلی کتاب ( قران ) سیزی ، حتی دا لوده ګان  دومره فکر هم نه کوی چه که د رښتینی مسلمانانو د یرغل لاندی راشی ژوندی به یی کله پریږدی  او دا هم ورته معلومه ده چه مسلمانان د خپل خدای او دین د پاره له مرګه نه ډاریږی مرګ له دوی ډاریږی  .
دا کار چه  ( نورو ادیاتو ته دی په سپکه سترګه وګوری ) زمونږ مسلمانانو نه دی کړی او نه به یی وکړی حتی که مونږ ته څوک کنځل هم وکړی او هغه ډیر غلیظ کنځل وی مونږ به یی د کنځلو ځواب کیدی شی په سوک څپیړه ورکړو مګر مسلمانان به کنځل ورته ونه کړی یعنی مسلمانانو ته د ځوابیه کنځلو اجازه نشته  همدا  د مسلمانانو د شپیڅلتیا ، مړانی  او د اسلام د حقانیت په معنی  او مونږ مسلمانانو ته دا زیری دی چه مونږ مسلمانان د دجال خره نه یو ، مونږ هماغسی د خلافت د سپیڅلی مقام د پاره په احسن تقویم سره خلق شوی چه د ملایکو د سجدی کولو  وړتیا مو تر لاسه کړی چه قانع ، مطمن نفس یا اشرف المخلوقات هم  ورته ویلی شی . د مسلمانانو مشران  مسلمانانو ته د داسی ناوړه اعمالو تجویز او قومانده نه ورکوی او که کوم مسلمان د بل دین او مقدساتو ته په سپکه سترګه وګوری لکه دغه هندوانو چه  زمونږ سپیڅلی قران شهید کړی مسلمانان به یی دا دول ناوړه عمل غندی مسلمانان  او اسلامی حکومت  به د دی عمل مرتکب ته درنه سزا اوروی.
فیسبوک کی چه می د قران سیزلو تصویر او هغه خره هندوان او سیکان ولیدل ډیر خوابدی شوم   ځینو ورونو ورته د لعنت کلیمه کارولی وه  دلعنت کلیمه کنځل نه دی که په خپل ځای کارول شوی وی لعنت د الله ج له رحمته بی برخی کیدلو ته وایی او هغوی هندوان او سیکان بی له هغی هم لعنتی او د الله ج له رحمته بی برخی وو یعنی د لعنتی کلیمه ورته د قران  سیزلو غیره هم کارولی شی  یعنی مخامخ یی د اسلامی حکمت له مخی ورته ونه وایی چه خوابدی کیږی مګر هغوی فطری لعنتیان دی که مونږ یی ورته ووایو او که یی ورته ونه وایو ټول کفار په دیکتګوری ننوتی دی ، په ځانګړی دول دغه کسان که لعنتیا نه وی د قران دا سیزل او نور داسی  ناروا او لعنتی  کارونه به یی نه کول
داکومه میړانه او کوم غیرت دی چه د الله کتاب ته اور واچوه حتی که دا زمونږ اسلامی کتاب هم نه وی ، یعنی تورات او انجیل ته هم څوک باید بی عزتی ونکړی اوحتی درناوی یی وکړی ، حتی د هندوانو او سیکانو مقدساتو ته درناوی به هغوی مجبورکړی چه زمونږ او ستاسی مقدساتو ته درناوی ولری او دا اړیکی به ددی سبب هم شی چه اسلام قبول کړی او ددوی سره زمونږ دمناقشو او مفاهمو دروازه خلاصه وی او یو د بل سره انسانی لاس اړونی ولرو دانسان معنی مینه او محبت دی مهمه نه ده چه مقابل کس دی خامخا ستا له قوم ، ستا له ژبی او یا ستا په دین کی  درسره ګډون ولری باید درناوی وشی ، زه وایم چه دیوی کورنی په هکله که کوم کتاب لیکل شوی او هغه ستا د دین او فرهنګ سره په ټکر کی نه وی هم درناوی یی وشی  په ځانګړی دول د نړی د دریم برخی خلکو په کتاب خو به روغ ، بالغ او هوښیار سړی خو به کله هم سپکاوی ونه کړی مګر هغه چه د دغه هندوانو یا سیکانو په شان  خره وی ؟
دا کار خو ډير کمزوری خلک ، ماشومان  یا زنانه هم کولی شی ، مونږ هم کولی شو چه همدا اوس د هندوانو او سیکانو کتابونه له بازاره رانیسو ، اور ورته واچوو  او یا یی په بدو ځایونو کی وغورځوو ، د یهودانو ، صلیبیانو ، بودایانو او یا نورو کتابونو ته بی احترامی وکړو مګر مونږ انسانی کرامت ته درناوی لرو زمونږ دین حقیقی دین دی مونږ ته د دی ډول بدمعاشیو او بد اخلاقیو اجازه نه راکوی ، لعنتی هندوانو او سیکانو چه زمونږ قران سیزلی  هغه د یونیم بیلونو مسلمانانو په رړونو او دماغونو کی پروت کتاب  دی که د زمکی د مخ ټول قرانونه وسوزوی زړونه او دماغونه خو سیزلی نه شی او نه یو نیم بیلون مسلمانان محوه کولی شی او د دغه کتاب ځینی پلویان په دغه کتاب ځانونه او اولادونه قربانی کوی نو که دغه لعنتی هندوان ( د دجال خره ) په لاس ورشی زه وایم مړی مړی به یی کړی او له پوستکی به یی څرمن جوړه کړی تاسی وګوری په امریکایانو او روسانو یی څه ونکړل .
چا  کله لیدلی یا اوریدلی چه  مسلمانانو دی د نورو ادیانو کتابو نو ته اور اچولی او یا یی مقدساتو ته ورله  په سپکه سترګه کتلی کاریکاتورونه ورله رسم کړی او یا یی په اړه ډرامی او فیلمونه جوړ کړی مګر هغه چه تاریخی رښتینو قیصو یادونی یی کړی وی او مونږ نورو ته هم اجازه ورکوو چه که اسلامی تاریخی قیصو باندی څیړنی ، نیوکی ، مفاهمی او مناقشی را سره کوی ، خو اصلی خبره داده چه مونږ دښو کړنو هیلی له ښو خلکو لرلی شو  چه هغوی روغ ، بالغ  او څه انسانی  پوهه ولری  ملامتیا او ذمه واری اچولی شو د لیونو ، ناروغو، نا بالغو او ناپوهه خلکو شاهدی هم د باور وړ نه وی دغه هندوان چه  انسانان نه دی  ، حیوانات ، هرزه ګیاه ،  اسفل سافلین او د دجالانو خره دی  نو تر دی زیاتو بدو کړنو توقع تری کیدی شی  ، خو زمونږ ګیله یی له مشرانو ده که د دوی دین دوی رشتینی ګڼی د دجالانو له استعماری نفوذ مبرا وی  په کار داده چه دغه کسانو ته د دی بدو کړنو مناسبه سزا واوروی ،  د مسلمانانو څخه یی د بخښنی غوشتنی ته مجبور کړی او که نه دا به ددی معنی وی چه دا بده کړنه هغه څو کسانو دجالی خرو نه ده تر سره کړی بلکه په دی کار کی د دوی ټول دین او مذهبی مشران ونډه لری په هغه صورت کی به مسلمانانو ته دغه دین د دین په حییثیت نه ښکاری او د نړیوال استعمار غلامان به وی او د نړیوال استعمار سره زمونږ حساب کتاب معلوم دی هغه به له دوی سره هم پیل شی  .
قران فرمایی ، چه اهل کفار لکه د حیواناتو په شان له خپلو اصلی ګټو ناخبره دی یا  تر هغی هم ښکته یعنی  هزره ګیاه  ، بل ځای فرمایی چه دوی اسفل سافلین  یعنی د الله ج تر ټولوښکته مخلوقاتو ښکته او ذلیله مخلوق دی چه دالله ج کتاب سیزی .  قران خو لاس او پښی نه لری چه دوی ته به یی کوم بد رسولی وی په کار دا وه د سیزولو په ځای یی لوستلی وی  هغه  څه چه د دوی نه خوښیدلی هغه یی  راویستلی او  د هغو  په هکله یی د مسلمانانو سره مناقشه او مفاهمه کړی وی ، نه دا چه کتاب ته اور اچوی وایی په تامی اوس نه رسیږی مړ به دی دادا کړم امریکایانو دا کار په کراتو کراتو کړی هر څومره چه د لعنتیان د قران بیعزتی کوی الله ج دوی ذلیله کوی ، اسلام او مسلمانانو ته لا ډیره پیاوړتیا په برخه کوی ، زمونږ مورال ، ایمان ، حقانیت او اخلاص لا زیاتوالی کوی او دټول مظلوم بشریت د باور وړتیا تر لاسه کوو  .
د دوی دا جاهلانه او احمقانه عمل  په ډاګه کوی  چه قران د دوی په هکله سمی فیصله کړی چّه دوی  یی حیوانات ، هرزه ګیاه او اسفل سافلین بللی او د قران عظیم الشان په دی سوځولو  یی دا هم ثابته کړه چه دوی د دجال  خره دی ، چه دجال ورته د کوم کار کولو یا بار وړلو امر وکړی  د یو څو ډالرو په سر هغه کار تر سره او هغه کوږ  بار تر منزله رسوی ولی مونږ ته دا نتیجه هم تر لاسه شوه چه د مسلمانانو مقدساتو ته هره بیعزتی کی د نړیوال استمار لاس او پښی ننوتی دی او د دوی په زر ، زور او زیور تر سره کیږی   الله ج دی مونږ مسلمانانو ته د کفارو په همدی څو مخیزو او فتنیزو  دشمنیو   د صبر  ، مقاومت ، جهاد ، صلح او اصلاح ، صبر او حوصلی توفیق او بریاوی راکړی        امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x