افغانستاننړۍ

افغانستان فوټسال لوبډلې لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار وموندله

 

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۹مه، ۱۴۰۳ل):  د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسیایي جام په وروستپ پلی آف پړاو کې د قیرغزستان فوټسال لوبډلې ته د ۵ په ۳ ګولونو توپیر سره ماتې ورکړه.

افغان فوټسال ملي لوبډلې په یادې بریا سره د فوټسال د ۲۰۲۴نړیوال جام ته د لومړي ځل لپاره لار وموندله.

د افغانستان سربېره نیوزیلاند، فرانسه او تاجکستان هغه لوبډلې دي چې په لومړي ځل دغه جام ته لار مومي.

د یادونې وړ ده چې د فوټسال نړیوال جام لوبې به د روان کال په ستمبر میاشت کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ په ازبکستان هېواد کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx