افغانستانخبرونه

وروستي اورښتونو په ننګرهار کې هېوادوال زیانمن کړي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۹مه، ۱۴۰۳ل): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ویلي دي چې ددې وروستیو اورښتونو او سېلابونو په تړاو ویلي، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د شدیدو اورښتونو له امله هېوادوال زیانمن شوي دي.

نوموړي خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې ” د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۶ زره ۵۲۵ جریبه د غنمو، سبو او هندواڼو فصلونه، لسګونه جریبه بڼونه، سلګونه څاروي، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او نږدې ۱۴ زره متره کانالونه له منځه تللي دي”.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یې د ځمکې د خړوبولو، اوبو ذخیره کولو او وچکالۍ په اړه ویلي و چې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت چک ډیمونه جوړېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx