افغانستانخبرونه

د سالنګونو لویه لار د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۱۱مه، ۱۴۰۳ل): د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د سالنګونو لویه لار د کوچنیو مسافرو وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
ښاغلي حق شناس یوه ورځ وړاندې ویلي و چې د شدیدو بارانونو او توپانونو له امله سالنګونو لویه لار بېګاه شپه ۸ بجې د مسافرو او موټرو د هر ډول تګ ـ راتګ لپاره تړل شوې وه، تر څو هېوادوال د مالي او ځاني زیانونو له اوښتو وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په ټول هېواد کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو له امله د اوبو ذخیره کولو چک ډیمونه ویجاړ شوي چې یو شمېر هېوادوالو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx