افغانستانخبرونه

کشف عمومي مدیریت یو شکمن کس له ۴۵۰۰ عدده نشه یي ګولیو سره نیولی دی

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۱۱مه، ۱۴۰۳ل): د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې د کشف عمومي مدیریت په کابل کې یو شکمن کس د مخدره توکو د پلور په تړاو نیولی دی.
د کشف عمومي مدیریت د مسوولینو په وینا، یاد شکمن کس د کابل ښار ۱۲مې ناحیې اړوند سیمه کې له ۴۵۰۰ عدده نشه یي ګولیو سره نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویلي و چې په بلخ ولایت چمتال لسوالۍ کې یې۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
په ورته وخت کې یاد د مبارزې معینیت په کندز او ارزګان ولایتونو کې هم ۲۵ جریبه ځمکې د کوکنارو د پاکیدو خبرداری ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx