افغانستان

په کابل کې د حلال شوي امریکايي عسکر هویت څرګند شو

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۳‍‍۱مه ۱۳۹۳ل): د امریکا دفاع وزارت د هغه عسکر هویت اعلان کړ کوم چې دوه ورځي وړاندي په کابل کې په رڼا ورځ د یوه طالب بریدګر په چاقو حلال سو.

دفاع وزارت پنټاګان ویلي چې ددغه عسکر نوم ماتیو ایل لیجیت (Matthew I. Leggett) دی، ۳۹ کاله عمر یې درلود، او د فلوریډا ایالات د روسکن په نامه ښار اوسیدونکی وو.

نوموړی په امریکايي پوځ کې د ډلګۍ مشر رتبه لرله، د 18 ایربورن په نامه پوځي ځواک یو فرد وو.

۱۸ ایربورن (XVIII Airborne Corps) پوځي ځواک چې د چټک غبرګون ځواک حیثیت لري، د جنوبي کارولاینا په فورټ براګ کې مرکز لري، دغه ځواک ددې لپاره جوړ شوی تر څو د نړۍ په هر کونج کې دچټک غبرګون صلاحیت ولري، او هر وخت د امریکا حکومت وکولای سي چې د نړۍ په هر کونج کې په کار وګماري.

د یادوني وړ ده چې دوه ورځي وړاندي د کابل هوايي ډګر سره د امریکایانو قرارګاه ته نیژدې نوموړی هغه ووخت په چاقو ووژل شو، کله چې خپل د زغروال موټر څخه د ترجمان په ګډون پياده سو، او غوښتل یې په پوسته کې ناست افغاني عسکر سره خبري وکړي، چې په دغه وخت کې یو طالب بریدګر د چاقو په واسطه باندي برید وکړ، او چاقو یې د هغه په غاړه را تیر کړ، چې له کبله یې نوموړی سخت ټپي او بیا مړ سو.

د ایساف رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ددوی یو عسکر په ختیځ کې د طالبانو په مخامخ برید کې تر ټپي کیدو وروسته ووژل شو، او د کابل پولیسو هم په دې پيښه اعتراف وکړ او وې ویل چې دوی د پيښي په تړاو یو مشکوک کس نیولی، خو عیني شاهدانو وویل چې بریدګر د موټر سایکل په واسطه له سیمي څخه په تيښته بریالی سو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي د پيښي پړه یې په غاړه واخیسته، وویل چې ددوی مجاهد د پيښي وروسته په کامیابۍ سره تر خوندي ځایه ورسید، او د کابل د پولیسو هغه ادعا یې رد کړه چې ګواکي بریدګر یې نیولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x