افغانستانخبرونه

مولوي عبدالکبیر: نظام مو په هره برخه کې مسلکي کدرونو ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۱۱مه، ۱۴۰۳ل): د کابل له پول تخنیک پوهنتون څخه نن ورځ تازه ۷۵۹ تنه انجینران چې له جملې یې ٢٢٢ تنه ماسټران او پاتې د لیسانس محصلین دي د فراغت سندونه تر لاسه کوي.
نن ټکی اسیا ته د همدې پوهنتون یو تن د کمپیوټر ساینس زده کوونکي حکیم الدین وصال ویلي چې په دې فراغت غونډه کې د کابل پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت او نورو وزارتونو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی دی.
په یاده فراغت غونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت په هره برخه کې مسلکي کدرونو ته اړتیا لري، مونږ غواړو چې هېواد مو په مسلکي برخه کې پر ځان بسیا شي او اسلامي امارت په هر ډګر کې ستاسې ملاتړ کوي.
په ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت علمي معین
دوکتور لطف الله خیرخواه هم د وزارت په نماینده ګۍ ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې ستاسو د پرمختګ لپاره به هېڅ ډول امکانات نه سپموو او ډېره هڅه کوو چې پوهنتونونه مو عصري او نور هم پرمختللي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx