افغانستان

زابل: طالبانو له سختې جګړې وروسته د نو بهار ولسوالي ونیوه

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت د نوبهار ولسوالي له تېرو نږدې اتو ورځو راهیسې د طالبانو د پرلپسې بریدنو شاهده وه.

څو ورځې وړاندې دې ولسوالي ته په لاره مرستندویه موټریز کاروان هم بېرته په شاتګ مجبور شو او په شینکۍ ولسوالي کې دېره شو.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په نننۍ لېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دوی له نهو ورځو پرلپسې جګړې وروسته یاده ولسوالي بشپړه پخپل واک کې کړه او د ګڼو دولتي مسوولینو پر وژلو سربېره يې نور تېښتې ته اړ کړي دي.

د زابل سیمه ایزو چارواکو هم په نوبهار ولسوالي کې د جګړې تاید کړی دي او څو ورځې وړاندې يې یو مرستندویه موټریزکتار هم د مرستې پرتمه یادې ولسوالي ته لېږلو چې په رسېدلو کې پاتې راغی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی په یاده نهه ورځنۍ جګړه کې پنځلس عسکر وژلي او ګڼ نور يې ټپیان کړي دي.

ویل کېږي چې په تېرو نهو ورځو کې د دولتي امنیتي مسوولینو څوارلس ټانکونه او شپږ عرادې رینجرې پر بمونو الوزول شوي دي.

پر دې سربېره پرې پنځه کمیني بریدونه  شوي دي چې په پنځلسو عسکرو کې يې دوه خورا مهم قومندانان هم وژلي دي.

د سیمې د اوسېدونکو له قوله د نوبهار ولسوالي دولتي مسوولین تېره نیمه شپه د چورلکو پرمټ تښتېدلي دي او اوس پرې سپین بیرغونه رپېږي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورخې وړاندې طالبانو له څلور ورځنۍ جګړې وروسته د نورستان د دواب ولسوالي هم تر خپل تلسط لاندې کړه.

په ورته وخت کې د بادغیس په غورماچ او د فاریاب په قیصار هم دولتي مسوولین د سقوط تر بریده اندېښمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx