دیني، سیرت او تاریخ

قرآن کریم له تاریخي معجزو څخه، یوه هم د فرعون د جسد معجزه!!!

لیکوال: سید معصوم الله عاصم

د فرعون د جسد په هلکه ډیرو عالمانو او پوهانو تحقیقات کړي دي چې تر ټولو مهمې څېړنې یوه مشهور فرانسوي عالم موریس بوکایل ترسره کړي دي، بوکایل لوړ فرانسوي شخصیت وه چې د پوهې او علم لوی رمز وه، په داسې کورنۍ کې پیدا شو چې پلار او مور یې فرانسویان وه، هغه نصراني ستر شو، کله چې د لیسي څخه فارغ شو د فرانسې پو هنتون کې د طب پوهنځۍ محصل او بیا عمومي اول نمره فارغ شو، تر څو د فرانسې لوی جراح ورڅخه جوړ شو.
راځو اصل خبرې ته چې ډیره تعجبوونکې او ایمان قوي کونکې ده:

کله چې د فرانسې پخواني رهبر (فرانسون میترا) په (۱۹۸۱) کال کې د فرانسې مشر شو د مصر د حکومت څخه یې وغوښتل چې د فرعون جسد د علمي څېړنو لپاره د فرانسې هېودا ته ور واستوي مصر هم موافقه وکړه، کوم جسد چې فرانسې وغوښت کله چې د فرانسې هوایي ډګر ته ورسید د فرانسې د هېواد تر پاچا پورې ټول د فرعون د جسد د هر کلي لپاره ورغلل ټول داسې ودریدل لکه ژوندی پاچا چې وي، د هغې جسد ځانګړي مرکز ته د څېړنې لپاره ولیږل شو، ټول ستر عالمان او طب پوهان ورته راغلي وه په هغو کې یو هم د فرانسې ستر جراح پروفیسرو بوکایل وه.
ټول متخصصین د مومیا په جوړولو بوخت وه مګر د هغوي مشر بوکایل په بل فکر کې وه، هغه غوښتل چې پوه شي چې فرعون څنګه مړ شو، ټوله شپه تر تحقیق ورسته دې نتیجې ته ورسید د فرعون په جسد د مالګې بقایا پاته وه، ددې ثبوت ورڅخه وشو چې هغه غرق شوی وه.
جسد زر د بحر څخه ویستل شوی او بیا مومییایي شو تر څو وساتل شي، مګر عجیبه کار دا وه چې دا جسد د نورور فرعونیانو په نسبت روغ پاته وه، بوکایل نوې څېړنه کړې وه هغه غوښتتل په دې هکله دا څېړنه زر نشر شي او ډیره قوي څېړنه وه، پدې وخت کې چا ورته په غوږ کې وویل:
بېړه مه کوه، مسلمانان د دغه جسد د ډوبېډو په هکله ستا څخه مخکې خبر دي او خبرې کوي، بوکایل دا خبره رد کړه او ډیر په تعجب یې وویل:
دا حقیقت له ډیرو سپړلو کمپیوتري وسایلو او دقیقو څېړلو پرته نشي کیدلی.
چا ورته وویل: په قران کریم کې د فرعون د ډوبېدو ذکر راغلی او وروسته یې د هغه د جسد د روغتیا خبر ورکړی دی.
بوکایل ډیر وارخطا شو ویې ویل: څرنګه دغه خبره کوي، حال دا چې دغه مومیا په اصل کې په (۱۸۹۸) میلادي کال کې کشف شوه یعنې دوه سوه کاله مخکې حال دا چې د مسلمانانو قرآن کریم (۱۴۰۰) پخوا موجود شو. دا څرنګه کېدای شي تر اوسه هېڅوک هم پدې حقیقت نه پوهېدل نه یوازې عربان بلکې ټوله دنیا.
له دغې شپې موریس بوکایل ته خوب نه ورتلو ډیر خفه او په فکر کې ډوب وه، ویل چې دا خو شاید د دوی په مقدس کتاب (لوقا او متي انجیل) کې هم یوڅه معلومات وي، د تورات نسخه یې په غور وکتله تورات کې صرف دومره راغلي وه ( اوبه را ستنې شوې آسونه او د فرعون ټول لښکر د هغوی تر شا ورداخل شوی وه، هېڅوک له هغوی څخه پاتې نشول) بوکایل حیران پاته شو چې په انجیل کې هم د هغه د جسد د سالم پاتې کېدلو په هکله څه نشته، د فرعون جسد بېرته مصر ته په عزت ولېږل شو، خو بوکایل سرګردان وه، تر څو یې غوږو ته د فرعون د جسد د سالم پاتې کېدلو په هکله په سعودي کې د مسلمانو عالمانو د کانفرانس خبر ورسید، خپل سامان یې ټول کړ او سعودي ته لاړ، هغه هلته د جسد د ډوبېدو په هکله خپل کانفرانس وړاندې کاوه چې یو عالم پاڅېده او د هغه ټوله څېړنه یې د حکیم ذات په یوه آیت کې وړاندې کړه:

فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ ءَايَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ ءَايٰتِنَا لَغٰفِلُونَ

ژباړه: اوس به نو موږ یوازي ستا جوسه (مړی) وژغورو، تر څو له تا څخه وروسته ځوځاتو لپاره د عبرت نښه وګرځي، كه څه هم چې زياتره انسانان زموږ له نښانو څخه غفلت كوي.”( یونس ۹۲ آیت)
یو دم د بوکایل نفس په حرکت راغی او چېغې یې کړل زه مسلمان شوم او په دغه قرآن مې ایمان راوړ دلته د قرآن حقانیت ثابت شو ځکه الله تعالی فرمایی

سَنُرِيهِمْ ءَايٰتِنَا فِى الْءَافَاقِ وَفِىٓ أَنفُسِهِمْ حَتّٰى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلٰى كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ
(سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت۵۳)
ژباړه: ډېر ژر به موږ دوى ته خپلي نښانې په افاقو (هیوادونو) کښې هم وښيو او د دوى پخپلو نفسونو کښي هم؛ تر دې پوري چې دوى ته دا خبره څرګنده شى چي دغه قُرآن په رښتيا سره پر حق دى. ايا دا خبره كافي نه ده چې ستا رب پر هر څه شاهد دى.
بوکایل فرانسې ته په بل حالت ولاړ هلته یې لس کاله د قرآن او نویو حقیقتونو سره سمون په هکله څېړنه وکړه، د غو څېړلو له پایلو ورسته نوموړي فرانسوي عالم یو کتاب ولیکه ( قرآن کریم، تورات، انجیل او علم) تر نامه لاندې چې ټوله دونیا یې حېرانه کړه او خلکو ته یې ستر ستر الهی حقائق وړاندې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د قرآن کریم د بيشماره علمي، حقيقي، اثباتي څيړنو برسېره يوه غټه معجزه د قرآن کریم لوستل دي چې انسان تري نه مړيږي. که تاسو رومان يا کوم ناول يو ځل ولولئ نو بل ځل خوند نه درکوي. او د قران کریم په لوستلو کې خوند بي حده زياتيږي او انساني شوق يې نور هم زیاتيږي په لوست او پوهيدلو د مقدس الهي کلام( قرآن کریم )😁🕋🌙🌹

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx