نړۍ

لیبیا: هوایی ځواکونو دبن غازي ښار بمبار کړ

shot_down_airنن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۱۹) لیبیا: لدي سره سره چي دلیبیا حکومت تیره ورځ له مخالفینو سره ډزبندي اعلان کړی وه، نن سهار یو ځل بیادبن غازي ښار چاودنو اوډزو ولړزاوه.

دبن غازي له ښاره څخه خلګ وایی چي دښارپه منځ کي یوه الوتکه هم راغورځول شویده، یوه عیني شاهد خبري رسنیو ته ویلي، ماولیده چي یوه جنګي جیټ الوتکه داور په لمبو کی دځمکي په لور راروانه وه.

 

له سیمي څخه دبي بی سی خبریال لان پالین خبرورکړ، سهار دسپیدو داغ په شااوخواکي یوځل بیا دبن غازي اوسیدونکي دبمونو اوچاودنو په اوازونو سره له خوبه راوپاڅیدل.
دبن غازي ښاراوسیدونکي وايی لدي سره سره چه دامنیت نړيوالي شورای له لوري په لیبیا کي پرالوتنو باندي بندیز لګیدلیدي، خونن یوځل بیا جنګي الوتکي لیدل شوي اوسیمه یی تربمبارلاندي راوستلیده.
ددولت باغي قواوي وايی چي مونږددولت له لوري ترګذارلاندي یو، لیکن دولتي چارواکو دمخالفینو ادعاوي ردکړیدي اوزیاته یی کړه چي مخالفین غواړي په داډول اوازو اوګنګوسو سره دلیبیا پرخاوره بهرني یرغل ته لاره هواره کړي.
دلیبیا دحکومت ویاند رسنیو ته ویلي، دولتي ځواکونه دمخالفینو له لوري نیول شوي ښار بن غازي، په شااوخواکي هیځ رنګه عسکري حرکتونو کي برخه نده اخیستي،
دبرطانیی، امریکي فرانسي اوعربي هیوادونو مشران دنړیوالي شورا له پریکړي څخه وروسته غونډه راغواړي اودممکنه فوځي اقدام په اړوند خبري کوي، دملګروملتونو مشر بانکي مون ویلي دلیبیا دناورین په اړوند دنیا باید همږغي وي، نوموړي زیاته کړه دامنیت دنړیوالي شورای پریکړه لیک ټول اړین اړخونه په نظر کي نیولي ترڅو دلیبیا ولس ته خوندي توب ورکړي.
دامریکي ولسمشر اباما لا له وړاندي خبرداري ورکړی وه چي قذافی ته وفاداري قواوي باید له جنګه لاس په سرشي، ورنه له سخت فوځي ګذارسره به لاس اوګریوان شي.
نوموړي زیاته کړه قذافي دي دبن غازي په لور دځواکونو پرمختګ ودروي، له اجدابیا مصراتا اوزاویه ښارونو څخه دي ځواکونه شاته کړي اوهغو ټولو سیموته دي دبریښنا، اوبو اوګازو اسانتیاوي برابري کړي کومي چي دمخالفینو ترولکه لاندي دي.
که څه هم اباما ویلي وه چه امریکني ځواکونه به پرلیبیا باندي ځمکنی برید نکوي، خو بیا هم امریکایی سمندری بیړي په حرکت کي راغلیدي ترڅو د ممکنه ځمکني برید پروخت دځواکونو مرسته وکړي، دبی بی سی خبریال مارک اربان ویليدي، دلیبیا دهوایی قلمرو دڅارني اوپرلیبیایی قواوو باندي دممکنه هوايی برید مسئولیت به دامریکایی قومندان ادم سمورلوکلر په غاړه وي.
ډنمارک او کنډا به جنګي جیټ الوتکي ورکوي، اټالیه اسپانیه اوفرانسه به خپل هوایی مرکزونه دمتحدینو په واک کي ورکوي، او له عربي نړي څخه به سعودي عرب، قطر، متحده عرب امارات او اردن ورسره ملګري وي.
دناټو قواوو لا له وړاندي څخه دخپلو اواکس الوتکو په واسطه سیمه ترڅارني لاندي نیولیده، دناټو مشر انډرز فوګ راسموسن زیاته کړه، دی ته تیار ده چي دنړیوال پریکړه لیک په رڼا کی  داتلافی قواوو ملاتړوکړي.
دملګروملتونو لپاره دامریکي نماینده سوزان رائیس له سی این این سره په خپلو خبرو کي زیاته کړه، معمرقذافی له وړاندي لا دخلګو حقوق ترپښو لاندي کړیدي.
معمر قذافي له تیرو ځلویښتو کلنو څخه پرلیبیا حکومت کوي، تیره میاشت هغه وخت دخلګو له پاڅون سره مخ شو کله چي دټونس اومصر ولسمشران له واک څخه راوغورځول شول.
تیره ورځ قذافي دالجزیري له نړیوالي تلویژوني شبکي سره په خبروکي وویل، دلیبیا په اړوند وړاندي شوي پریکړه لیک دلیبیا پرخاوره دیرغل معني لري اوپه دي سره نړیوالي یرغلګري قواوي غواړي دیرغل لپاره ځان ته لاره هواره کړي.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close